
کندهار هم د نورو ولايتونو غوندې هغه ولايت دی ،چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله ګڼ شمېر کسان په کې وژل شوي او معلول شوي، چې اوس له ګڼو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.په کندهار کې د معلولينو کلي اوسېدونکي عبدالمالک اغاه وايي: له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی اوحکومت او موسسې يې بايد لاسنيوی وکړي. (( زياتې ستونزې لرو، له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې زموږ لاس نيوي وکړي. مرستې ،چې راشي، ملک ته پنځه، شپږ کارته ورکړي، خو ډېر بېوزله خلک له مرستو څخه پاتې شي.))معلولين همدا راز له دولت څخه غواړي، چې دوی ته د تلپاتې کار زمينه برابره کړي.د کندهار بل اوسېدونکي بلال احمد وايي، تر اوسه اړوندو ادارو را ته لکه څنګه چې لازمه ده هومره پام نه دی کړی او له بېکارۍ سخت ځورېږي.(( موږ په دغه کلي کې ژوند کوو او بېکاره يو، څه وکړو؟ څه وخورو؟ مسئولنينو مو غم نه دی خوړلی.))په ورته وخت کې د کندهار د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محمد طاهر اغاه وايي، ټول معلولين يې په درېيو برخو وېشلي او د ځينو معلولينو امتيازات يي لوړ کړي.دی همدا راز وايي: له موسسو سره يې هم د معلولينو ستونزې شريکې کړې، تر څو هغو ته د مرستو او دايمي کار زمينه برابره کړي. (( د اسلامي امارت په راتګ سره مو معلولين په درېيو کټګورېيو وېشلي، چې مکمل فلج وي، هغه ته له کاله ۹۶ زره او چې د بدن دوه غړي يې فلج وي، هغه ته ۶۸ زره او کوم کسان ،چې يو غړی يې فلج وي، هغه ته ۳۶ زره افغانۍ ورکول کېږي.)) د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې روانو جګړو په زرګونه کسان معلول کړي چې اکثره يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.