افغانستانخبرونه

مسئولين: ۲۶ ورځو کې مو څه باندې ۱۷۸۳۵۵ پاسپورټونه وېشلي

د پاسپورټ رياست وايي، د غبرګولي مياشتې له لومړۍ تر ۲۶مې نېټې يې څه باندې ۱۷۸زره پاسپورټونه وېشلي ديد .پاسپورټ رياست پرون په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد رياست د دغو پاسپورټونو د وېش له درکه ( يو ميليارد او ۳۶ ميليونه افغانۍ) عوايد هم راټول کړي دي.په خبرپاڼه کې راغلي،  (( د پاسپورټ لوی رياست د روان کال د غبرګولي له لومړۍ تر ۲۶مې نېټې ۱۷۸ زره او ۳۵۵ ټوکه پاسپورټونه وېشلي او له درکه يې يو ميليارد او ۳۶ ميليونه او ۳۷۲ زره افغانۍ عوايد راټول کړي دي.))په ورته مهال د پاسپورټ رياست په پلان کې لري ،چې کابل ښار کې د پاسپورټ د وېش درې نور مرکزونه هم پرانيزي.د پاسپورټ رياست د معلوماتو له مخې، ددې مرکزونو په پرانيستل کېدو سره به د پاسپورټ د ترلاسه کولو بهير خورا اسانه شي او خلک به په اسانۍ او په لږه موده کې پاسپورټونه تر لاسه کړي.د پاسپورټ رئيس او کارکوونکو د دې نويو مرکزونو د پرانيستو په تړاو وړمه ورځ غونډه هم کړې ده او د دې مرکزونو پر وړاندې د شته ستونزو پر هواري پکې خبرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *