خبرونه

مسئولين: په هلمند کې مو ۴۹زره کسانو سره مرسته کړې

د هلمند اوسېدونکي وايي، سره له دې چې افغانستان سره پراخې نړيوالې مرستې کېږي، خو دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د هلمنديانو په وينا، دغه ولايت کې پر اړمنو کورنيو مرستې په سمه توګه نه وېشل کېږي او د وېش پر مهال ترې محرومې وي.د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالغفار دغه ولايت کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېش بهير څخه شکايت کوي.نوموړی وايي: (( زه د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی يم، زموږ په سيمه او کلي کې هېڅ مرسته نه ده شوې دا هېڅوک نشي ثبوتولی، حال دا چې خلک سخته ګڼې اړتياوې لري.))په ورته مهال ځينې هغه کسان چې مرستې يې ترلاسه کړي، خوښ دي، خو وايي چې دغه مرستې په اوږد مهال کې د دوی ستونزې نشي اوارولی. د دوی په وينا: روان ژمي کې ډېري کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.نوموړی وايي: (( دا مرسته چې يې نن موږ ته راکړه دا موږ په بسته کال لاسته نشو راوړلای، ځکه کار، کسب او مزدوري نشته يو مزدور کار په درې څلور ورځي نشي کولای آن ۲۰۰ پيدا کړي.))په همدې حال کې په هلمند کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسئولين خبر ورکوي ،چې د تېر يوه کال په اوږدو کې يې د دغه ولايت په مرکز او ګڼو ولسواليو کې څه باندې ۴۹ زره مستحقو کورنيو ته نقدي، خوراکي اوغيرخوراکي مرستې رسولي دي.د ياد ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس الله‌داد انقيادي وايي: هڅې رواني دي، څو له نورو اړمنو کورنيو سره هم مرستې وکړي.نوموړی وايي: (( د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره زموږ رياست د خيريه بنسټونو په مرسته تر۵۰زره کورنيو پورې نقدي او خوراکي توکو مرستي رسولي دي، لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو.))په هلمند کې داسې مهال چارواکي له ۴۹زره اړمنو کورنيو سره د مرستو خبره کوي، چې د دې ولايت سربېره د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د ژمي په رانږدې کېدو سره ګڼ‌شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بېړنو مرستو غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *