
د فراه د پوهنې رياست وايي: په تېر شاوخوا يوه نيم کال کې يې په دغه ولايت کې ۶۰۰ سيمهييز ټولګي جوړ کړي او ۱۸ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره شوې ده. سرچينه وايي، دغه ټولګي د فراه په هغو لرو سيمو کې جوړ شوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې ماشومان له زدهکړو بېبرخې وو. د فراه د پوهنې رئيس وايي: په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولايت په لرو سيمو کې د زدهکړو لپاره هېڅ ډول امکانات برابر نه وو، خو په تېر يوه نيم کال کې يې د مرکز او ولسواليو په هغو سيمو کې چې ښوونځي ترې لرې وو، زرګونو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې ده. هغه زياته کړه، د ولايت په کچه ۶۰۰ سيمهييز ټولګي جوړ شوي ،چې د هر ټولګي لپاره يو ښوونکي ګومارل شوی دی. نوموړي وويل: د يادو ټولګيو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکوي او کارونه يې د هېواد له تعليمي نصاب سره سم ترسره کېږي چې ۹۴۶۳ هلکان او ۸۵۳۷ نجونې پکې زدهکړې کوي.