
د مزارشريف ښاروالۍ د معلوماتو او ټکنالوژۍ آمريت له لوري د عوايدو په راټولولو کې د پوره شفافيت او روڼتيا په هدف، د ښار په لومړۍ او دويمه ناحيو کې د « آي.اف.ام.اس» يا د عوايدو راټولولو برښنايي سيستم فعال کړي دي.د ښاروالۍ وياند قاري محب الله حقاني وايي: د برښنايي سيستم په فعالېدو سره به خلکو ته د کور او دوکانونو د صفايۍ او نورو مالياتي عوايدو د ورکړې په برخه کې شفافه او آسانه زمينه برابره شي.
(( دا ډېر ښه سيستم دی، د ښاروالۍ په هڅو د دې ادارې د کارکوونکو او د خلکو د اسانتياوو لپاره جوړ شوي، ترڅو د خلکو پيسي په خوندي ډول بانک ته وسپارل شي))د بلخ اوسېدونکي د عوايدو راټولولو د برښنايي سيستم د فعالېدو هرکلي کوي او غواړي چې دولت دې په نورو ادارو کې هم ورته برخې جوړې او فعاله کړي.سبحان، چې خپلې د خپل کور د صفايۍ پيسې يې له دې لارې بانک ته سپارلي دي وايي، د دغه برښنايي سيستم له شفافيت څخه راضي دي.نوموړي په دې اړه وويل: (( هيله مند يم چې د مزارشريف ښاروالي د ښار په ټولو ناحيو کې دغه برښنايي سيستم فعال کړي او له اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده، چې ياد سيستم په ټولو دولتي اداراتو کې جوړ او فعاله کړي.))عبدالله هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي ، چې د دغه ډول برښنايي سيستم په فعالولو سره هغو ځوانانو ته چې په عصري علومو کې لوړې زده کړې لري، کاري زمينه ورته برابره کړي.(( زه له اسلامي امارت څخه غواړم، چې هغو ځوانانو چې په دې برخه کې لوړې زده کړې کړي دي او کاري تجربه لري، په دې برخه کېدې ورته د کار زمينه برابره کړي ،تر څو د ياد برښنايي سيستم چارې په ښه شکل پرمخ يوسي)) د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، د مالي مديريت لپاره له برښنايي سيستم څخه کار اخيستل، پر روڼتيا راوستلو سربېره د اداري راپور ورکولو په برخه کې هم اغېزناک تمامېږي.سخي سروري په دې اړه وايي: (( د دغه سيستم د فعالېدو ښه والي دا دی، چې د فساد مخنيوي کېږي او د مالي او اداري راپور ورکولو په برخو کې شفافه او ساده اسانتياوې رامنځته کوي))د مزارشريف ښاروالۍ په باور؛ د ښار لومړۍ او دويمې ناحيو د عوايدو راټولولو د برښنايي سيستم د فعالېدو سربېره به د مزار ښار په ۱۲ ګونو ناحيو کې هم ياد سيستم ډېر ژر فعال شي او ورسره جوخت به د عوايدو راټولو په برخه کې لا زيات شفافيت رامنځته او د خلکو باور به زيات شي. ستانکزي