
د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د هوکړه ليک له لاسليک وروسته به د حيرتان – مزارشريف دوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهير بېرته پيل شي. د افغانستان دوسپنې پټلۍ اداره وايي ،چې د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د هوکړه ليک له لاسليک وروسته به د حيرتان – مزارشريف دوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهير بېرته پيل شي.دغې ادارې، په حيرتان بندر کې د دوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د مؤقت بندېدلو په اړه وضاحت ورکړی او ويلي يې دي: څنگه چې هېوادوال په ځانگړې توگه د شمالي ولايتونو سوداګر په جريان کې دي؛ د افغانستان دوسپنې پټلۍ اداره له تېرو درېو مياشتو په دې بوخته ده چې د حيرتان – مزارشريف دوسپنې پټلۍ مديريت او ټولې چارې افغاني کړي او په همدې موخه د افغانستان داسلامي امارت د رياست الوزرا مقام له لوري د يادې پروسې د انتقال لپاره د امارتي ادارو پلاوی ټاکل شوی دی.د يادې ادارې د معلوماتو له مخې: د امـارتي ادارو دغه پلاوی له ازبيکستاني لوري سره څوآنلاين او حضوري ناستې کړې دي او په ټوله کې له ازبيکستاني لوري څخه د پروسې د انتقال اړوند موافقه شوې ده.د دوسپنې پټلۍ ادارې ويلي: ازبيکستان ته د ياد پلاوي په وروستي سفر کې د پروسې د انتقال لپاره د عمل يو پلان (اکشن پلان) ترتيب شوی و ،چې له مخې يې بايد د ۲۰۲۳ کال په جنوري په ۳۱ مه د انتقال پروسه پوره او د يوه هوکړه ليک پر اساس له يو شمېر محدودو فعاليتونو پرته ټولې چارې د افغانستان د دوسپنې پټلۍ ادارې له خوا پر مخ يوړل شي. سرچينه زياتوي: پر ياد تفاهم ليک د افغان او ازبيکستاني اړخونو ترمنځ مفصل بحثونه شوي دي او په پام کې ده په راتلونکو ورځو کې افغان پلاوی ياد هېواد ته سفر وکړي او دغه هوکړه ليک نهايي او لاسليک کړي، چې ورسره به د حيرتان – مزارشريف دوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهير بېرته پيل شي.د افغانستان دوسپنې پټلۍ ادارې هېوادوالو او په ځانګړې توګه سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې دغه اداره د حيرتان – مزارشريف دوسپنې پټلۍ د ټولو چارو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالي لري او هڅه کوي، چې ژر تر ژره له دغه تګلوري څخه د انتقالاتو بهير بېرته په عادي ډول پيل کړي.دغه راز يادې ادارې سوداګرو ته خبر ورکړي چې د بېړنيو او اړينو سوداګريزو توکو د انتقال لپاره د آقينې – اندخوي دوسپنې پټلۍ کې اړينې آسانتياوې برابرې شوې او دوی کولای شي له دغه مسير څخه په عادي ډول سوداګريز توکي انتقال کړي.