افغانستانخبرونه

مسئولين: د بېوزلۍ د کمولو لپاره مسلکي زده کړو ته اړتيا ده

د کار او ټولنيزو چارو وزارت ويلي: په هېواد کې له بې وزلۍ سره د مبارزې او د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د حرفوي پروګرامونو او د حرفوي زده کړو د پراخولو اړتيا ده. د دغه وزارت مرستيال د ((افغان کوريا)) له تعليمي او مسلکي مرکزه د ۴۰۰ تنو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې هيله څرګنده کړې، چې د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ به وکولای شي په هېواد کې د مسلکي زده کړو زمينه برابره او پراخه کړي. په دې مراسمو کې يو شمېر ګډونوالو وويل: دوی چمتو دي ،چې په هېواد کې د مسلکي زده کړو د پراختيا او د مهارتونو د لوړولو په برخه کې د افغان کوريا له انستييتيوت سره همکاري وکړي. د افغان کوريا د تعليمي مرکز مسئولينو هم ټينګار کړی ،چې د مسلکي زده کړو له پراختيا پرته د هېواد اقتصادي پرمختګ ناشونى دى. اوس په افغانستان کې داسې ادارې کمې دي چې د بېلابېلو مهارتونو او مسلکونو د زده کړې لپاره زمينه برابروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *