مرکې

د ملګرو ملتونو پرمختيایي پروګرام:

 ۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري؛ خو د اوبو او انرژي وزارت یې راپور بې بنسټه بولي

افغانستان چې بحر ته لاسرسی نه لري او نه په خپله غېږه کې د لویو سیندونو څپې لري چې د هېواد اقتصاد کې رغنده رول ولوبوي؛ خو داسې اوبه بیا لري چې د خوند مساوات یې د نړۍ په بل هېواد کې نه لیدل کېږي. په افغانستان کې هر کال له موسمي اورښتونو سره اوبه ډېرېږي، ولې بیا د ټول کال لپاره  فصلونو او نورو اړتیاوو ته بسنه نه کوي. د اسلامي امارت له واکمنېدو را په دې خوا د نورو ارزښتمنو پروژو تر څنګ د اوبو د زېرمه کولو لپاره د هېواد په ډېرو سیمو کې چک ډیمونه جوړ شوي او لا به جوړ شي. تېره ورځ د ملګرو ملتونو پرمختيایي پروګرام د خپل یو تازه راپور له مخې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسئله ارزولې او ویلي یې دي چې افغانستان کې ۷۹ سلنه خلک پوره اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې ور سره یې د ډېرو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ ۲۲مه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت ونمانځل شوه، ولې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د څېړنو پر اساس افغانستان کې ۷۹فيصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته په کافي اندازه لاسرسی نه لري.
دا چې د ملګرو ملتونو دغه یاده شوي فیصدي رښتیا ده او په افغانستان کې د څښاک اوبه کمې دي که نه، که کمې وي نو لاملونه یې څه کېدلی شي؟
د دې او دې ته ورته پوښتنو د ځوابونو ترلاسه کولو لپاره مو د اوبو او انرژۍ وزارت له ویاند قاري مطیع الله عابد سره مرکه کړې چې تاسو به هم په کې د پورته پوښتنو ځواب ومومئ.!
پوښتنه: افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه څه دي؟
ځواب: څو لاملونه دي چې په لاندې ډول یې بیانوو.

الف: وچکالي او د اقلیم بدلون،

ب: د نفوس زیاتوالی،

ج: د ښاري پلانونو نشتوالی،

په کابل ښار کې یې په لاندې ډول تفصیلوو.

وچکالي او د اقلیم بدلون: وچکالي او د اقلیم بدلون په نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي. په تیرو وختونو کې د کابل ښار موقعیت د واورې او باران له پلوه یو له بډایو سیمو څخه و، لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ځمکې د سطحې د تودوخې د لوړوالي له امله واورې او بارانونه تر یو څه حده کم شوي دي او له بلې خوا د ځمکې لاندې د اوبو سطحه په کافي اندازه ښکته شوې ده.

د نفوسو زیاتوالی: په کابل ښار کې د نفوسو زیاتوالی هم په دغه ښار کې د اوبو د کمښت یو له عمده لاملونو څخه دی. لکه څنګه چې په ۱۳۷۹ ل کال کې د کابل ښار نفوس ۲،۴ میلیونه تنه اټکل شوی و، په داسې حال کې چې اوس د کابل ښار ټول نفوس له ۵ میلیونو څخه زیات اټکل شوی دی. په دې اساس په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د استخراج شویو اوبو له مخې د کابل هر وګړی په کال کې شاوخوا ۳۵ متره مکعبه د ځمکې لاندې اوبه کارولي.

د ښاري پلان نشتوالی: له بده مرغه کابل ښار کوم منظم ښاري پلان نه درلود. هرچا، هرچېرې هر څومره چې یی وغوښتل ودانۍ جوړې کړي پرته له دې چې شنو ساحو او د اوبو جذب ته پام وکړی. خود سرانه یی د مطلوبو اوبو ژورې څاګانې د خپلو کورونو او اپارتمانونو لپاره جوړې کړي دي. په داسې حال کې چې ویل کېږي د افغانستان د پخواني ولسمشر داوود خان په وخت کې ښاري پلان داسې و چې د ځمکې د هرې نمرې پر ۴۰ سلنه یې تعمیر او ۶۰ سلنه یې د شنې ساحې یا د اوبو د جذب ځای په توګه وکارول شي. له بلې خوا لیدل کېږي چې د کابل ښار منځ او شاوخوا کې غرونه د استوګنې پر سیمو بدل شوي او په دغو سیمو کې چې له جیوهایدرولوژیک پلوه د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې مهمې سیمې دي، د ودانولواو پېر او پلور چارې يې روانې دي.

د استوګنيزو ښارګوټو بې توپیره پراختیا: له بلې خوا سوداګریزو شرکتونو په هر دلیل په ښار کې دننه او یا د ښار شاوخوا، په ځانګړې توګه د کابل ښار د اوبو د جذب او تغذیې په برخو کې استوګنېز ښارګوټي جوړ کړي، دا وضعیت د دې لامل کیږي چې د اوبو طبیعي جذب بند شي او کابل ښار د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د کابل ښاریانو له خوا د اوبو بې توپیره کارول:  کابل ښار کې د اوبو د کمښت یو له اصلي لاملونو څخه د کابل ښاریانو له خوا د ناپوهۍ او د معلوماتو د نشتوالي له امله بې توپیره استفاده ده. کله هم یوه دسته ګندنه په څو بوشکو اوبو مینځل کیږي. همدارنګه حويلۍ او کوڅې د اوبو په فشار سره پاکوی، چې دا له یوه اړخه د اوبو ضایع کول او هم د ښاریانو له مسئولیتونو څخه بې پروايي ده.

پوښتنه: د پاکو اوبو شتون په څه پورې محدود دی؟

ځواب: د اوبو شتون په اورښتونو خصوصاً واورې پورې اړه لري که ښه اورښتونه ولرو د اوبو موجوديت به ښه وي او که نه د اوبو وضعيت به ښه نه وي.

پوښتنه: څومره افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسي لري؟

ځواب: که څه هم پرله پسې وچکالیو هېوادوال په یو ډول نه په یوډول اغیزمن کړي، خو بیا هم د هېواد اکثریت خلک پاکو اوبو ته لاسرسي لري.

پوښتنه:  ايا اقتصادي بې ثباتي د څښاک پاکو اوبو په نشتون کې نقش لري؟

ځواب: اقتصادي بې ثباتي پاکو اوبو ته په نه لاسرسي کې عمده رول لري.

 پوښتنه: په افغانستان کې د څښاک اوبو د زیر بناوو مختل کېدل د پاکو اوبو د نشتون لامل کېدلی شي.

ځواب: هو، ځکه ټول هېوادوال د ځمکې لاندې اوبو څځه استفاده کوي او که د اوبو زیر بناوې مختل شي د هېوادوالو لاسرسي به پاکو اوبه ته ستونزمنه شي.

پوښتنه: په کومو وختونو کې افغانان د پاکو اوبو له کمښت سره مخ کیږي؟

ځواب: څنګه چې د افغانانو اتکاء د څښاک پاکو اوبو لپاره يوازې او يوازې په زېرزميني اوبو ده، د زېرزميني اوبو سطحه ډېر کلونه د سرطان  مياشتې څخه تر قوس مياشتې پورې له ټولو ټيټ ترينې کچې ته رسېږي.

 پوښتنه: د ملګرو ملتونو راپور تر کومه حده رښتیا کېدلۍ شي؟

ځواب: که څه هم وچکالۍ شتون لري او وروستي اورښتونه کافي نه وو، خو بیا هم هیله بښونکي وو، همدا راز له صحي اړخه د ځمکې لاندې اوبو څخه سمپلونه اخیستل شوې دي، سره له دې چې ځینو باکتریاوو پکې شتون درلود ،خو بیا هم نشو ویلای چې کاملاً غیر صحي دي او د ملګرو ملتونو راپور په کومه کچه چې دوی ویلي نادرست دی.
زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *