
هيواد ورځپاڼې د افغانستان پر روان وضعيت، اقتصادي پرمختګونو، له نړيوالو او سيمه ييزو هيوادونو سره اړيکو، د ځوانانو لپاره په کور دننه د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله د افغانستان د اسلامي امارت له مرستيال وياند ښاغلي بلال کريمي سره ځانګړې مرکه کړې، چې دا دی لوستونکو سره يې شريکوو:
هيواد: د اسلامي امارت په راتګ سره په اقتصادي برخه کې څومره پرمختګ شوی او په وړاندې یې سترې ننګونې څومره او کومې دي؟
کريمي: د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي ډګر کې هم مهمې لاسته راوړنې لري، اجازه راکړئ، چې په دې برخه کې څه ناڅه تفصیلات له هیوادوالو سره شریک کړم.
د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت، چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې نه یوازې باثباته پاتې شوې، بلکې د ځینو بهرنیو اسعارو په وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی، بانکي سیستم له پاشل کېدو وژغورل شو، په هيواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل شوې، د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې، سوداګرۍ پرمختګ کړی، د لویو کانونو د استخراچ او پروسس چارې روانې دي، د خوراکي توکو بیې ټيټې شوي، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، د حکومتي تشکیلاتو پر زیاتوالي سربېره په کانونو او عام المنفعه پروژو کې لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، د ملي عوایدو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، ملي بودیجه له کورنیو عوایدو تمویل شوې، د لویو لارو پر بیارغونې سربېره د ترانزيټ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
اسلامي امارت د کانونو، برښنا، کرنې، ترانسپورت، مخابراتو او ټېکنالوژۍ، صنعت، بانکوالۍ او د سوداګرۍ په سکتورونو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره کړې ده. اوس مهال کورني او بهرني پانګوال له کومې ستونزې پرته په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه کولای شي.
د تېرو دوو کلونو پر مهال د اسلامي امارت له لوري په لاندې مختلفو سکتورونو کې اساسي کارونه ترسره او په دې برخو کې د پانګونې لپاره مهم فرصتونه رامنځته شوي دي:
د بېلګې په توګه د کانونو سکتور : د لومړنيو سروېګانو پر اساس افغانستان د شاوخوا درې تریلیونو ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري. اسلامي امارت د کانونو په سکتور کې پانګونه او په مسلکي ډول د کانونو استخراج او پروسس په خپلو لومړیتوبونو کې نیولي دي. د شاوخوا ۲۰۰ بېلا بېلو کانونو د استخراج او پروسس چارې پیل شوې دي.
د برښنا سکتور : افغانستان د څه باندې ۳۰۰ زره میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري. له دې جملې ۲۲۲زره میګاواټه یې لمریزه، ۶۶ زره میګاواټه یې بادي، ۲۳زره میګاواټه یې آبي او ۴زره میګاواټه یې بایو گاز،بیوماس برښنا ده.
په دغه سکتور کې هغه پروژې ، چې د اسلامي امارت په راتګ سره بشپړې شوي او يا تر کار لاندې دي يو شمېر يې په لاندې ډول دي:
د کجکې د دوهم فاز بشپړېدل: په نږدې راتلونکي کې د کمال خان بند د پاتې چارو تکمیلېدل؛ د بخش آباد بند د عملي چارو پیلېدل؛ د شاه و عروس بند د پاتې چارو پیلېدل؛ په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برښنا د تولید پروژې پیلېدل؛ د هيواد له شمال څخه جنوب ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د لېږد چارو پيلېدل؛ په کابل کې د سروبي دوهم بند، په سرپل کې د سلطان ابراهیم بند، په ارزګان کې د آغاجان بند، په کونړ کې د مناګي بند او په زابل کې د تورې بند د چارو پیلېدل؛ په لغمان کې د شاهي، په تخار کې نمک آب، په هلمند کې د زمینداور او په ځینو نورو ولایتونو کې د مختلفو کانالونو د چارو پیلېدل.
د اسلامي امارت له لوري له اوبو څخه د برښنا د توليد په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي:
پاشدان بند؛ د ګمبیري د اوبو لګونې او برښنا پروژه؛ د سروبي ۲ بند؛ د باغدرې بند؛ د شاه توت بند؛ د دهلې د څښاک اوبو رسونې، اوبو لګونې او د برښنا د تولید پروژه؛ د کابل – پنجشېر د څښاک اوبو پروژه.
د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه شته: د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید پروژه؛د لغمان، غور، نیمروز، پکتیکا، خوست، فراه، دایکندي د لمریزې برښنا د تولید پروژه.
د بادي برښنا د تولید په برخه کې په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه شته: د مزار شریف د بادي برښنا پروژه؛د پروان د بادې برښنا پروژه؛د هرات د بادې برښنا پروژه.
د کرنې سکتور، کرنه د افغانستان یو له مهمو سکتورونو څخه ده، د اسلامي امارت په راتګ سره د دې سکتور د پياوړتيا لپاره لسګونه پروژې پلان شوې دي:
د قوشتيپې کانال د هيواد په سطحه یوه له ملي او حیاتي پروژو څخه بلل کېږي. دغه پروژه په درېیو فازونو کې ډیزاین شوې، چې د لومړي فاز چارې یې تر ۹۰ سلنه زیاتې بشپړې شوې دي. دغه کانال۵۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د اسلامي امارت په راتګ سره په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:
د میوو د پروسس مرکزونه؛ د کرنیزو محصولاتو لپاره سړې خونې؛ شنې خونې؛ د اوبو لګولو سیستمونه؛ د ننګرهار کانال د اوبو لګولو او د زېربناوو د بیارغونې پروګرام؛ د امو سیند پنځمه حوزه؛ د اوبو د سرچینو د پراختیا د پانګونې پروګرام؛ د باغدارۍ د ارزښت د سلسلې پراختیا؛ د کرنې ملاتړ او د محصولاتو د ارزښت زنځیره؛ د ارغنداب د اوبو د سرچینو پراختیا؛ د عامو خلکو په اشتراک د کرنې او مالدارۍ پروګرام؛ د لومړیتوب ملي پروګرام؛ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام؛ د بیړني کرنیز او خوراکي خوندیتوب پروژه.
د ترانسپورټ سکتور: اسلامي امارت د معیاري ترانسپورت درلودو لپاره په لاندې پروژو عملي کار پیل کړی:
د کابل کندهار د لویې لارې بیارغونه؛ د سالنګونو د لویې لارې بیارغونه؛ د هرات غورد سړک بیارغونه؛ د کندهار ارزګان د سړک بیارغونه؛ د کابل لوګر دوهم لین بیارغونه؛ په کابل ولایت کې د لسګونو سړکونو بیارغونه؛ په مختلفو ولایتونو کې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو بیارغونه.
د اسلامي امارت له لوري د ترانسپورټ سکتور په لاندې پروژو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي: د مزارشریف-کابل-پکتیا دوسپنې پټلۍ؛ د هرات- خواف د ریل پټلۍ دوهمه برخه؛ د اندخوی-شبرغان ریل پټلۍ؛ د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ؛ د کندهار- سپین بولدک ریل پټلۍ؛ د هرات، فراه او د لارام ریل پټلۍ؛ د کابل ښار حلقوي سړک؛ په لویو لارو کې د ترمینلونو جوړول.
د مخابراتو سکتور، د اسلامي امارت له لوري د مخابراتو سکتور په لاندې برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه رامنځته شوي دي:
ټولو ولایتونو ته د نوري فایبر ملي شبکې پراختیا؛ د عوایدو د شفافیت د تضمین په موخه د RTDMS سیستم رامنځته کول؛ د خاص کوډ له لارې له حکومت سره د موبایلونو ثبتېدل؛ په کابل کې د معلوماتو د ملي مرکز جوړول، د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او د ICT Park رامنځته کول.
د صنعت سکتور: اسلامي امارت په هيواد کې خصوصي پانګونه او خصوصي تشبثات هڅولي، ملاتړ یې کړی او خونديتوب یې تضمین کړی دی. افغانستان اوسمهال کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو او یو شمېر نورو برخو کې تولیدات لري.
د اسلامي امارت له لوري د صنعت سکتور په لاندې برخو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي:
کيمیاوي صنایع؛ ساختماني توکي؛ د ماشین جوړولو او فلزاتو صنایع؛ د درمل جوړولو صنایع؛ د چاپ صنعت؛ ترکاڼي او د کاغذ جوړولو صنایع؛ سپکې صنایع؛ د خوراکي موادو صنایع؛ او نورې بېلابېلې صنایع.
بانکي سکټور: د اسلامي امارت له لوري په بانکي سیستم کې لاندې کارونه ترسره شوي دي:
د افغانۍ ارزښت ساتل؛ د نرخونو کنټرول؛ صرافۍ او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو کنټرول؛ د پولي سیاستونو پلي کول؛ پر نویو بانکي حسابونو د محدودیتونو له منځه وړل؛ د اسلامي بانکوالۍ پراختیا او پرمختیا؛ د پيسو وینځلو مخنیوی.
د سوداګرۍ سکټور، اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې بې شمېره اسانتياوې رامنځته کړې دي چې ځيني يې د نمونې په ډول لاندې ذکر کوم:
د صنعتکارانو د برښنا ستونزو حلول؛ د صنعتي پارکونو پراختیا؛د صنعتي خونو جوړول؛ په خامو مواد د تعرفې کمول؛ د سړو خونو جوړول؛ د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول؛ د مالیاتې جریمو معافېدل؛ په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول؛ په ترانزیټ کې د آسانتیاوو رامنځته کول؛ د سیمهییز اتصال په برخه کې افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ د لېږد لپاره له ټولو پر نږدې او امن لاره باندې بدل شوی دی. اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ او ټاپ پروژو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.
ستونزې اوننګونې: د اقتصادي پرمختګ په لاره کې یو شمېر ستونزې او ننګونې هم شتون لري، چې ځیني یې طبیعي دي، لکه دوامداره وچکالي او اقیلمي تغییرات.
دغه راز په هیواد کې د شل کلن اشغال له امله د جګړو او ناامنیو په نتیجه کې ګڼ شمېر هیوادوال بېځایه شوي، کورونه او فصلونه یې زیانمن شوي او داسي نور لاملونه، دغه راز د اقتصادي مشکلاتو یو بل مهم او لوی عامل د امریکا او غربي هیوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي او تجارتي مسائلو باندې محدودیتونه دي، چې منفي اثرات یې مستقیما د افغانستان پر عام ولس باندې پریوزې.
په مجموع کې ویلای شم، چې دننه په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره له بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده او دا یو طلایي فرصت دی، چې باید استفاده ترې وشي.
هيواد: د قوشتیپې کانال په ګډون په هیواکې پر بېلا بېلو سترو او کوچنیو پروژو کار روان دی، ایا اسلامي امارت دومره توان لري، چې له ځینو ننګونو سره سره له خپلې مالي بودیجې د یادو پروژو کار پر ټاکلي وخت پای ته ورسوي؟
کريمي: لکه څنګه چې مخکې ما یادونه وکړه، د قوشتیپې کانال په درېو فازونو باندې ویشل شوی، د لومړي فاز کار یې تر ۹۰ سلنې پورې تکمیل شوی، پاتي دوه فازونه به یې هم ان شاء الله په خیر سره بشپړ شي.
اسلامي امارت دغه پروژه له هره پلوه پر ځانګړې توګه له تمویلي اړخه ښه دقیقه سنجولې ده، بناء الله تعالی ته امید شته، چې جدي ستونزې به نلرو، انشاء الله.
همدارنګه نورې پروژې هم د پراختیایي یا انکشافي بوديجې له حجم سره سم تر کار او پلان لاندې نیول کېږي، چې انشاء الله تعالی په ښه ډول به مدیریت شي.
هيواد: په دولتي ادارو کې مو د فساد د مخنیوي په برخه کې څه کړي؟ که ملت ته یو څه وضاحت ورکړئ.
کريمي: فساد که په هره بڼه او هره برخه کې وي، واقعاً چې ناوړه پدیده ده او د هر شي لپاره د وژونکي مکروب حییثیت لري، په ځانګړي توګه په اداراتو کې خو د نظام د تضعیف او بالاخره د پاشل کېدو باعث هم ګرځيدلای شي، ولې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته چې کله د نظام بدنه بېرته په چرخش راغله؛ نو هر نوع فساد د یو غیر شرعي عمل په توګه ممنوع اعلان شو او هېڅوک نشي کولای د اسلامي امارت له ادرسه دغه شوم عمل ترسره کړي. د اسلامي امارت تر قیادت لاندې اوسنی نظام اسلامي نظام دی او د اسلامي نظام معنی او مفهوم همدا دی، چې د فسادونو اونارواوو مخه به نیسي.
اوس مهال د نظام په هیڅ اداره کې هیڅوک په ښکاره فساد نشي کولای او که احیاناً څوک په کې دخېل و پېژندل شي، نو د هیواد په څلور دیرشو ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې محاکم فعال دي، سمدستي تعقیبیږي او له شرعي احکامو سره سم چلند ورسره کېږي.
هيواد: ځوانان چې د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او کولی شي چې مثبت بدلونونه راولي، خو له بده مرغه چې زموږ ډير ځوانان د کار موندنې په موخه په قاچاقي توګه بهرنيو هيوادونو ته ځي او د هغوي له فزيکي قوت او فکري استعداد څخه نور هیوادونه ګټه اخلي، تاسو له هيواد څخه د ځوانانو د وتلو د مخنيوي په برخه کې څه کړي او په راتلونکي کې څه برنامه لرئ؟
کريمي: وړاندې ما د اقتصادي پرمختګونو په برخه کې یادونه وکړه، چې لسګونه زره ځوانان، د کانونو د استخراج او نورو مختلفو برخو کې په کار ګمارل شوي او ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته شوي او لا هم هڅه روانه ده، چې نورې هم هیوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي.
اسلامي امارت نهایت هڅه کوي، چې د هیواد زیربناوې احیاء شي او اقتصادي خودکفايي ته ورسیږو.
په دې کې شک نشته، چې د یو هیواد بشري ځواک له مستعدو او متعهدو ځوانانو څخه تشکيلېږي او ځوانان دي چې کولای شي، د دې ځوریدلي هیواد زخمونو ته پټي جوړې کړي او دا هیواد بیرته پر خپلو پښو و دروي، بناءً زموږ هیله داده، چې ځوانان باید په خپل هیواد کې پاتي شي، وېښ واوسي، د پردیو د دسیسو ښکار نشي او خپله انرژي په رښتیني توګه په خپل هیواد کې د خپل هیواد اوولس په ګټه مصرف کړي.
هيواد: نړۍ سره د رسمي اړيکو او تعامل په هکله اسلامي امارت ډېرې هڅې وکړې او يو څه اندازه پرمختګ هم شوی؛ خو تر اوسه پورې هيڅ هيواد اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی، تاسو يې که د لاملونو په هکله له ملت سره معلومات شريک کړئ!
کريمي: د رسمیت پيژندلو موضوع داسي یوه موضوع ده، که مثبت پرمختګ په کې راشي؛ نو دا د ټولو اړخونو په ګټه ده.
لکه څرنګه چې اسلامي امارت او د افغانستان خلک دې ته اړتیا لري، چې له نړۍ سره، د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره رسمي او سالم روابط او حسنه تعاملات ولري، همدا ډول د بین المللي ټولنې، د سیمې او ګاونډیو هیوادونو هم ګټه په دې کې ده، چې اسلامي امارت په رسمیت و پيژني او د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې اړیکې ورسره تامین کړي، بناء دا یوه دوه طرفه لاره ده، چې باید له دواړو خواوو څخه ورباندې سیر وشي.
اسلامي امارت په خپل اړخ کې ټول هغه معیارونه تکمیل کړي، چې د یو هیواد لپاره د رسمیت پيژندلو په برخه کې اړین بلل کیږي، مثلاً
ـــــــ د هیواد ټوله جغرافیه او قلمرو د اسلامي امارت تر بشپړ کنترول لاندې دی، یعنې جغرافیه لري
ـــــــ په ټول هیواد کې یې سرتاسري امنیت تامین کړی.
ـــــــ یو ځواب ویونکی او مسئول نظام یې تشکیل کړی، چې ټول ادارات یې په نورمال ډول خدمات عرضه کوي.
ــــــــ د فساد، غصب، ظلم، اختلاس،رشوت او ګڼو ناخوالو مخه نیول شوې، عواید په شفاف ډول را ټولېږي او د ملت خزانې ته تحویلېږي او ګڼ نور مثبت ګامونه چې اسلامي امارت په خپل جانب کې پورته کړي دي، مګر بالمقابل د افغانانو پیسې په ظلم سره مسدودې او منجمدې کړای شوې، تور لستونه نه دي ختم شوي، پر تجارتي او بانکي مسائلو باندې محدودیتونه وضع شوي او داسې نور…، چې دا ټول له افغانانو سره د زور زیاتي او ظلم په بڼه دوام لري.
اسلامي امارت د فشار او انزوا سازۍ پرسیاستونو او د فاصلو د ایجاد پر پالیسو باور نلري، ناکامې تجربې چې په تیرو شلو کلونو کې یې مثبت نتائج نلرل، له دې وروسته یې هم نلري، بناء باید تکرار نشي او د تفاهم او مذاکراتو لاره غوره کړای شي.
هيواد: په دې وروستيو کې ځينو نړيوالو سازمانونو او ګاونډيو هېوادونو يو لړ اندېښنې راپورته کړي، چې دوی ته د افغانستان له خاورې ګواښ متوجه دی، که څه هم اسلامي امارت دغه ډول ادعاوې رد کړي، خو اسلامي امارت څنګه کولی شي، چې د ګاونډیو او نړيوالو سازمانونو دغه راز اندېښنې لري کړي او هغوی ته قناعت ورکړي؟
کريمي: د اشغالګرو له شړلو او د بشپړ استقلال له اعادې وروسته د اسلامي امارت له ټولو لویه لاسته راوړنه په ټول هیواد کې د سراسري امنیت تأمینول دي، بناء اوس په افغانستان کې سوله، ثبات او مثالي امنیت رامنځته شوی، د هیواد پولې او سرحدونه محفوظ دي، د اسلامي امارت موقف او پالیسي هم داده، چې هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د امنیت په خلاف وکاروي او نه په افغانستان کې داسي کومه ډله یا تحرک شتون لري، چې د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ متوجه کړي، په دې اساس د بهرنیو اړخونو اندیښنې بې ځایه دي او نه هم په دې اړه کوم اسناد اوشواهد شتون لري.
زموږ هیله داده، چې په افغانستان کې پر روانو عیني واقعیتونو باندې حساب وشي، له اوسني وضعیت څخه د طلایي فرصت په توګه استفاده وشي او د بې ځایه ادعاوو او غوښتنو پر ځای د اقتصادي، تجارتي او سالمو روابطو برقرار کولو باندې فکر وشي.
دغه راز افغانستان هیچاته ګواښ نه دی، له نورو هم غواړي، چې د افغانستان په داخلي مسائلو کې مداخله و نه لري، تر څو ټولې ستونزې او اندیښنې له مسئولانه او سالمو لارو څخه حل شي.
محترم کريمي ! په پای کې که هيوادوالو ته کوم پيغام لرئ، هيواد ورځپاڼه مو په خدمت کې ده!
په اخر کې دا یادونه ضروري ګڼم، چې ټول هیوادوال باید په دې مطمئن او باوري اوسي، چې اسلامي امارت باعزمه، متدین، باتدبیره او ژمن قیادت او رهبري لري، دغه قیادت لکه څرنګه چې د دین او هیواد په دفاع کې له هېڅ راز قربانۍ او هڅو دریغ ونکړ، همدا ډول به د هیواد د بیا ابادولو، اقتصادي ښیرازي او پر خپلو پښو د ولاړ افغانستان د جوړولو لپاره هم هر ډول هڅو ته په ډیر اخلاص او قوي هوډ سره دوام ورکوي، ان شاءالله.
دا چې اوس الحمدلله د هیواد ټول قلمرو د یوه واحد قیادت او ټولو اسلامي اصولو او ملي ګټو ته د ژمنې رهبري له لوري اداره کېږي او یو مسئولیت پذیر اسلامي نظام حاکم دی، بناء د ټولو هیوادوالو وجیبه او فریضه جوړیږي، چې دا فرصت غنیمت و ګڼي، د الله تعالی شکر اداء کړي او د خپل اسلامي نظام د استحکام، بقا، اقتصادي پرمختګ، په مختلفو برخو کې د رشد او انکشاف لپاره په پاکه انګیزه او کلک هوډ سره د خپل نظام هر اړخیز ملاتړ وکړي، تر څو د ټولو ناخوالو مخه و نیول شي او دا ملت یو ځل بیا د عروج په لور هر اړخیز سیر پیل کړي او هیواد مو د تل لپاره له ستونزو او مشکلاتو څخه په امن کې پاتي شي. و ما ذلک علی الله بعزیز.
هيواد ورځپاڼه له تاسو څخه مننه کوي، چې له ډېرو مصروفيتونو سره سره مو زموږ د مرکې بلنه ومنله!
کريمي: زه هم مننه کوم، چې هيواد تاريخي ورځپاڼه کې مو د مرکې وخت راکړ.