خبرونهنړۍ

محسن داوړ په وسله‌‌وال بريد کې ټپي شوی

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان په مرامشا کې د يوه وسله‌وال بريد پر مهال ټپي شوی دی.د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون راپور ورکړی چې محسن داوړ ياده سيمه کې له رسنيو سره پر خبرو بوخت و چې وسله‌وال بريد شوی او د نوموړي ترڅنګ يو‌شمېر نور کسان هم ټپيان شوې دي.محسن داوړ له خپلو پلويانو سره د ټاکنو د پايلو د اعلان لپاره دې سيمه کې پرلت کړی او د پوځ د يوه مرکز مخې ته ورټول شوې دي.ځينو پاکستاني رسنيو بيا د محسن داوړ او د هغه د ملګرو له قوله ويلي ، چې بريد سيمه کې د امنيتي ځواکونو له لوري شوي، خو پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.محسن داوړ له بريده وړاندې پر اېکس‌پاڼه د ټاکنو کمېسيون پر چارواکو تور پورې کړی و ، چې ټاکنو کې درغلي کوي او په وينا يې، دې سيمه کې يې ډېرې رايې ګټلي، خو د کمېسيون چارواکي د ټاکنو پايلې نه‌اعلانوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *