افغانستانخبرونه

محتسبين: رسنۍ دې د نظام د غوښتنو رسا غږ وي

د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غونډو په تالار کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ په پار جوړې شوې ناستې ته د ياد ولايت د امربالمعروف رئيس په خبرو کې وويل، رسنۍ د نظام ژبه ده او دوی بايد هغه څه ټولنې ته وړاندې کړي ،چې د الهی قانون او واکمن نظام غوښتنه ده. د همغږي په موخه جوړې شوې ناستې ته ،چې د ياد ولايت دولتي مسئولينو، د دولتي او خصوصي رسنيو استازو او خبريالانو پکې ګډون درلود د د ې ولايت د امربالمعروف رئيس مولوي محمد عالم ناصح وويل:رسنۍ د نظام ژبه او په ټولنه کې لکه د بدن د رګونو حيثيت لري ،نو پر همدې اساس دوی بايد د نظام ريښتونی انځور ټولنې ته وړاندې کړي او د نظام رسا غږ و اوسي.
ښاغلي ناصح همدا راز د رسنيو پر مسئولينو ټينګار وکړ، چې ټولې خپرونې يې بايد د اسلامي امارت له پاليسۍ سره سمې وي اود هغه څه له خپرولو ډډه وکړي ،چې په ټولنه کې د منکراتو د زياتېدو سبب ګرځي او د امربالمعروف وزارت له ټاکلو قوانينو سره په ټکر کې وي.
په ورته وخت کې خبريالانو د ولايتي ادارو او د امربالمعروف د مسئولينو له کړنو خوښي وښوده او ويې ويل: په پوره توان هڅه کوو ،چې خپلې خپرونې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو، د فرهنګي ارزښتونو د بډاينې او د ټولنې د اصلاح په موخه وړاندې کړو، خکه چې دا زموږ ايماني او هيوادنی مسئوليت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *