
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د پخواني حکومت استازي نه شي کولای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د اوسني نظام استازولي وکړي .د ده په خبره: دا د افغانانو حق دی، چې په دغه سازمان کې خپله څوکۍ ورکړل شي.مجاهد زياته کړه، په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د دپيلوماتيک حضور د نشت له امله يو شمېر هېوادونو ته دا فرصت په لاس ورغلی، چې د افغانستان په اړه کرکه خپره کړي.په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل هم له رسنيو سره په خبرو کې ټينګار کړی،چې ياده څوکۍ بايد د اسلامي امارت استازي ته ورکړل شي.(( زموږ ټينګار د تل لپاره همدا دی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.))خو اوس پوښتنه دا ده چې د دغې څوکۍ په ورکړې سره به د افغانستان اوسنۍ ستونزې حل شي که نه؟ د سياسي چارو شنونکي عبدالولي سروري وايي: (( که چېرې افغانستان له سياسي انزوا راوځي، نو اړتيا ده، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.))په همدې حال کې د سياسي چارو يو بل شنونکي عبدالشکور دادرس ويلي: (( په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته سپارل د رسميت پېژندلو په معنی ده، زما په نظر، دا چې لاهم دا څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده سپارل شوې، نو ستونزه يې يوازې په رسميت نه پېژندل دي.