افغانستانخبرونه

مجاهد: يوناما دې په ناخبرۍ سره د افغانانو پر ديني ارزښتونو نيوکې نه کوي

هيواد : د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ يوناما له خوا خپور شوي راپور تر ډيره په ناسم پوهاوي ولاړ بللي او زياته کړې يې ده، چې يوناما دې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو پر ديني ارزښتونو نيوکې نه کوي.په افغانستان کې د ملګروملتونو نمايندګۍ يا يوناما يو راپور خپور کړ چې په تيرو ۳ مياشتو کې يې په افغانستان کې بشري وضعيت په کې ارزولي دي.د مجاهد په خبره په دې راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شريعت د تطبيق پر مواردو شوي چې له شرعي احکامو څخه د يوناما په ناخبري او حتي په ځينو مواردو کې په اسلامي احکامو باندې د نيوکو بڼه لري.ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شريعت د احکامو د تطبيق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړي، اوس يې چې حاکميت په لاس کي دي، بايد د اسلامي شريعت ټول موارد که هغه په نارينه وو پورې اړه لري يا په ښځينه وو پورې بشپړ تطبيق کړي.د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتيا، د ښځو د کار او تعليم لپاره شرعي چاپيريال، همدا ډول د محاکمو له خوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبيق، په ټولنه کې د فکري او عقيدوي انحراف مخنيوي، دا ټول د يوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجيبه او دنده ده. د مجاهد په خبره کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او يا نور اصلاحي نهادونه يې ترسره کوي، هغه له ژور تحقيق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کيږي چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري، دا نه کومه خپلسري ده اونه هم د چا په حق تيري، بلکې برعکس ديادو احکامو نه تطبيق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک کول د ټولنې د فساد، بغاوتونو او جنګونو د راپاريدو سبب ګرځي.د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د يوناما له لوري خپور شوي درې مياشتني راپور کې تر ډېره حده پر بشري موضوعاتو تمرکز شوي و او  اسلامي امارت په کې په ځينو مواردو کې له بشري حقونو په سرغړونه تورن شوي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *