افغانستانخبرونه

مجاهد :له افغانستان سره شوې بشري مرستې د ملګرو ملتونو له خوا وېشل شوې دي

اسلامي امارت د سيګار هغه راپور رد کړ، چې ويلي يې وو، امريکا له افغان حکومت سره په تېر يو نيم کال کې اته ميليارده ډالره مرسته کړې ده.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار په تازه راپور کې ويل شوي، چې د دغو پيسو ۵،۳ درې اعشاريه پنځه ميليارده ډالر د افغانستان بانک ته ورکړل شوي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له کليد سره په خبرو کې ويلي، له افغانستان سره چې کومې بشري مرستې شوې، د ملګرو ملتونو او نورو موسسو له خوا وېشل شوې، په هغو کې شايد امريکا او ځينو نورو هېوادونو هم ونډه اخيستې وي، خو په وينا يې، هغه ټولې بشري مرستې دي:
(( اسلامي امارت ته چا يوه روپۍ هم په اختيار کې نه ده ورکړې او نه هم مخ دغه مرستې موږ ته رسېدلې دي، بلکې هغه مرستې دي ،چې د موسسو له خوا وېشل کېږي، لکه خوراکي توکي، درمل او ځينې نور د اړتيا وړ توکي. موسسې هم د اسلامي امارت ملاتړ لري، له اقتصاد وزارت سره ثبت دي او کړنې يې هم څارل کېږي، نور مخامخ نه موږ ته پيسې چا راکړې او نه موږ د دوی له پيسو ګټه اخيستې، خو کله چې دوی پيسې افغانستان ته رالېږدوي، هغه افغانستان بانک ته هم وړل کېږي او په بدل کې يې دوی ته بيا افغانۍ ورکول کېږي.))
د چارو کارپوهان وايي: امريکا غواړي په داسې څرګندونو سره پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو په سيمه او نړۍ کې د امريکا له سيالو هېوادونو سره يې د نږدې کېدو مخه ونيسي، چې د امريکا سيال هېوادونه له افغان حکومت سره مرسته ونه کړي.د سياسي چارو کارپوه شفيع الله ستومان وايي: ((که داسې وي چې دوی له افغانستان سره اته ميليارده ډالره مرسته کوله، نو له دې خو بيا دا ورته اسانه وه ،چې د افغانستان خپلې کنګل شوې پيسې يې آزادې کړې وای، د افغانستان بانک خپل هويت به راژوندي شوی وای او په راکړه ورکړه کې به هم اساني راغلې وه، بل خبره دا ده ،چې دوی افغان حکومت په رسميت نه پېژني، هېڅ ډول سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې له افغانستان سره نه لري، نو څه ډول به پيسې ورکړي؟ دا په بشپړه توګه له واقعيت نه لرې خبره ده.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم نړيوالو مرسته کوونکو په وار وار ټينګار کړي ،چې د بشري مرستو پيسې بايد د اسلامي امارت لاسته ورنه شي، بلکې موسسې يې په خپله وويشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *