
د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد وايي : اوسنی نظام د مطبوعاتو پر آزادۍ باور لري او له هغو رسنيو ملاتړ کوي، چې د اسلامي شريعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د ملي ګټو لپاره خپرونې لري او له پروپاګنده ډډه کوي.ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې د سلواغې په ۲۳مه) د لوړو زدهکړو وزارت په ديني او علمي سيمينار کې کړې دي.ذبيح الله مجاهد وايي: که اسلامي اصول او ملي ګټې په نظر کې ونيسو، له افواهاتو ډډه وکړو او دناسمو تبلېغاتو مخه ونيسو؛ نظام په کلکه د مطبوعاتو او رسنيو پلوی دی او که رسنۍ په همدې چوکاټ کې فعاليت وکړي، کومه ستونزه به نه وي او ملاتړ يې کېږي او دا هېوادنۍ رسنۍ دي.مجاهد په ډاګه کړې: له اسلامي اصولو سره سم مسئولين مکلف دي، چې د خلکو پوښتنې په ورين تندې ځواب کړي او د هغوی په وړاندې له سخت دريځه کار وانه خلي. مجاهد زياته کړې: د نظام چارواکي دې هم زغم او صبر ولري؛ نيوکې دې په ورين تندي او صبر واوري. که رښتيا نه وي؛ بايد ځواب ورکړي او که رښتيا وي، بايد اصلاحات رامنځته کړي. دا له نظام سره د ټولنې همکاري ده. کله، چې دا همکاري د رسنيو له خوا راټوله شي؛ موږ کولی شو يو پرمختللی او باثباته هېواد ولرو.نوموړي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د رسنيو پر بې پريتوب ټينګار وکړ او وايي، چې رسنۍ بايد د دولت او خلکو ترمنځ د پله په توګه کار وکړي، چې پر رسنيو باور زيات شي او واکمنان د خلکو ستونزو ته لاسرسی ومومي.مجاهد وايي: د رسنيو مسئوليت دا دی، چې د نظام او ولس ترمنځ بې طرفه وي او د هېڅ لوري په وړاندې دريځ ونهنيسي. کله، چې دوی پر نظام نيوکه کوي يا د نظام په اړه کوم اعتراض يا پوښتنه لري؛ بايد له درېيمې زاويې يې راپورته کړي او خپله يې په وړاندې دريځ ونهنيسي او خپل ځان په خپله طرف ونهګرځوي. کله، چې رسنۍ درېيمګړی شي، نظام هم پر رسنيو باور کوي.د اسلامي امارت وياند همداراز ويلي: ملي يووالی او له نړۍ سره د اړيکو ټينګول د افغانستان د ملي ګټو برخه ده او مطبوعات اړ دي، چې په هېواد کې ملي يووالی ټينګ کړي؛ کرکې او نفاق ته اجازه ورنکړي اوهغه په ډاګه کړې. رسنۍ د نړۍ په هېڅ ځای کې مطلقه آزادي نهلري او د قوانينو تابع دي. افغانستان د اسلامي نظام لرونکی دی او اسلامي نظام هم خپل اخلاقي چوکاټ لري، چې رسنۍ هم په کې شاملې دي.