
د ((هري)) اعتراف د بشريت دټولو هغو ادعاوو پر ضد عمل دی چې غرب يې کوي
اشغالګر راغلي وو او د خلکو د وينې تويولو خوند ورکاوه.
او متاسفانه دا د هغو ټولو غربي ادعاوو خلاف موضوع ده چې دوی يې د بشريت او د بشر د حقونو يا انساني حقوقو په باره کې لري او يا يې ادعا کوي.
دوې هميشه د نورې نړۍ خلکو ته په سپکه ګوري او د هغوی له وينې تويولو خوند اخلي.
دغه اعتراف چې په دې وروستيو کې شوی دا يواځې د شهزاده هري نه بلکې د هغو ټولو اشغالګرو ځواکونو اصلي څېره نړۍ ته څرګندوي چې افغانستان ته راغلي وو او زموږ هيواد يې پر کنډواله بدل کړ.
دي زياتوي: د لوېديځې نړۍ هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو مدافعين ګڼي؛ خو د عمل په ډګر کې بيا دغسې پريوتي اخلاق لري.