
د افغانستان داسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي او نيوکه يې کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان ضد مغرضو کړيو له لوري يرغمل شوی او د افغانستان حقيقتونه نه ګوري.نوموړي د ملګرو ملتونو وروستۍ عمومي ناستې ته په اشارې سره ويلي، چې دغې ناسته کې په افغانستان کې شته امنيت، عمومي عفوې، اقتصادي پرمختګ، د امنيتي سکتور پر پښو درېدو، له کورنيو عوايدو څخه د بودجې تيارېدو، ټول هيواد ته د تعليمي بهير غځېدو او نورو لسګونو پرمختګونو ته توجه نه ده شوې او يواځې د افغانستان دوه کورني موضوعات د ښخو تعليم او کار په کې مطرح شوي.مجاهد ويلي، چې په دغې ناسته کې بايد د افغانستان پر حقايقو بحث شوي وای او د رسميت پېژندنې، د تورلېست د له منځه وړلو، دبنديزونو په لرې کولو او د افغانستان د بندو پيسو د ازادولو په اړه بحث او حل لاره ورته پيدا شوې وای.د اسلامي امارت وياند دغه راز زياته کړې، چې د افغانستان مسلمان او غيور ولس خپل نظام او امارت پېژني، په خپلو مشرانو باور لري او د خپل نظام کلک ملاتړ کوي. د مجاهد په خبره، د افغانستان خلکو ته د خپل دين لارښوونې لومړيتوب لري او د خپل هيواد ملې ګټې ورته مهمې دي او د همدې سترو هدفونو لپاره يې کلونه کلونه قربانۍ ورکړي او کلکه پالنه او ساتنه يې کوي.