
اسلامي امارت وايي، چې د اسلامي همکاريو سازمان له ليدلورو او وړانديزونو څخه به د افغانستان د اسلامي نظام د پرمختګ لپاره کار واخيستل شي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره د اسلامي همکاريو د سازمان د استازو په کتنو کې د افغانستان پر مهمو مسئلو خبرې شوې او زياتوي ،چې د دغه سازمان استازو ته ډاډ ورکړل شوی ، چې د دې پلاوي له نظرياتو او وړانديزونو به د اسلامي نظام د تطبيق په برخه کې ګټه واخيستل شي.ښاغلي مجاهد په دې هکله وايي: (( ډاډ ورته ورکړل شو، چې موږ د هيواد ټولې چارې د اسلامي اصولو پر بنسټ مخته بيايوو او د هغوی له مشورو او نظرياتو څخه به استفاده وکړو.))بل پلو، د قطر د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت سلاکار وزير د افغانسان لپاره د چين له ځانګړي استازي سره کتلي دي.په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دواړو لورو د سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره د دوه اړخيز تعامل، همغږۍ او همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.