
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ،چې د قوشتېپې په کانال کې د امو سېند له اوبو استفاده د افغانستان حق دی او اسلامي امارت اړتيا نه لري ،چې د نورو هېوادونو اوبه واخلي.ښاغلي مجاهد د آمو سېند له ظرفيته د افغانستان د ګټي اخستنې په تړاو د ليسي اکونومېسټ ورځپاڼې يوې ليکنې ته په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي.انګليسي اکونومېسټ ورځپاڼې ليکلي ،چې د قوشتېپې کانال په جوړېدو سره به د امو سېند اوبه کمې شي او ورسره به افغان کروندګر ډېره ګټه وکړي؛ خو په ازبيکستان کې به د پنبې صنعت زيانمن شي.بلخوا د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ټينګار کوي ،چې له ازبيکستان سره دوستانه اړيکې لري او دغه هېواد هم د افغانستان آبادي غواړي.د اسلامي امارت وياند وايي: (( د نورو هېوادونو يو څاڅکي اوبه هم نه اخلو او اړتيا نه لرو. او نه غواړو چې وايې خلو، نو انشاالله هېڅ هېواد دې اندېښنه نه لري او له ازبيکستان هېواد سره خو ډېرې ښې دوستانه اړيکې لرو او زما باور دی ،چې هغوی د افغانستان د آبادۍ او پر خپلو پښو درېدو غوښتونکي دي او په دې برخه کې له موږ سره همکا دي.))ازبيکستان تراوسه د يادي ورځپاڼي دي مطلب په اړه غبرګونه نه دی ښودلی.له دې سره سم، د اوبو اړوند مسايلو څېړونکي وايي: افغانستان د دوامداره جګړو له امله پر دې نه دی بريالی شوی ،چې د آمو سېند له اوبو استفاده وکړي او په وينا يې اوس ،چې د قوشتېپې کانال لپاره د دغه سېند له اوبو استفاده کېږي، دا د افغانستان حق دی.د افغانستان د اوبو رسونې پخوانی رئيس انجنير حميدالله يلاني وايي: (( هيله لرم چې زموږ دوست هېواد ازبيکستان د خپل ګاونډي هېواد دغو حقوقو ته درناوی وکړي. او زه هېڅکله باور نه لرم ،چې د دغې پروژې د تطبيق لپاره کومه ورځ د ازبيکستان او افغانستان ترمنځ کومه ستونزه يا مخامخ کېدل رامنځته شي.))د اوبيزو مسايلو کارپوه نجيب الله سديد څرګندوي: (( که چېرې فرض کړو چې د قوشتېپې کانال بشپړ شو، او افغانستان د آمو سېند له اوبو برخمن شو، له اتو تر ۱۰ سلنې اوبه به وې ،چې د امو په سېند کې به جريان پيدا کړي.))د افغانستان د اوبو په هکله څېړونکي نجيب آقا فهيم وايي: (( د آمو سيند د اوبو يوه برخه د افغانستان له خوارې سرچينه اخلي، د آمو سېند له اوبو د استفادې حق لري؛ خو اوږدو جګړو ته په کتو دغه فرصت افغانستان ته برابر نه شو ،چې د آمو سېند له اوبو استفاده وکړي.))له دې ټولو سره سره د ملي پراختيا شرکت وايي: د قوشتېپې پروژو د لومړۍ برخې کار په شدت سره دوام لري.د ملي پراختيا شرکت د هلمند رياست د انجنيرۍ آمر انجنير نويد احمد رباني وايي: (( د کانال د جوړولو کار کابو ۵۴ سلنه مخته تللی چې البته د کانال لومړۍ فاز دی. د کانال په لومړي فاز کې، د هغه درې عمده برخې عبارت دي له: د کانال جوړول، د کانال د اوبو ذخيره کولو برخو جوړول او د کانال په اوږدو کې د پلونو جوړول جريان لري.))د نړۍ په کچه اقليمي بدلون او د سيمې په ځينو هېوادو کې پرله پسې وچکالۍ د دې سبب شوې ،چې د افغانستان ځينې ګاونډي هېوادونه د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټيټېدو له ستونزې سره مخ شي.په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د اوبو د مديريت د څرنګوالي پر سر د سيمې د ځينو هېوادونو حساسيت راپارېدلي او په دې تړاو يې اندېښنې هم څرګندې کړې دي، خو افغانستان تل ويلې چې د نړيوالو قوانينو له مخې به له خپلو شته ظرفيتونو ګټه پورته کړي.