
عبدالله جميل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته يې د سترګو ديد له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.نوموړی وايي: هره ورځ په دې هيله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتياوي پوره کړي، خو دا هيله يې تراوسه نه ده پوره شوې.عبدالله جميل زياتوي ،چې متقاعدين سختو ستونزو کې ايسار دي او روان ساړه ژمي کې سختې ورځې او شپې سبا کوي.عبدالله جميل رسنيو ته ويلي: (( ناروغ شوم او مغزي سکته مې وکړه، درېيم کال دی چې د ناروغۍ پر بستر پروت يم. تقاعد مو نه دی اخيستی. متقاعدين ډېرې ستونزې لري، روان ژمي سخت روان دی. يوشمېر متقاعدين زما په شان ناروغان چې ښځې هم پهکې شاملې دي. همدا اوس مې سترګې ديد له لاسه ورکړی او پيسې نهلرم چې درملنه يې وکړم.))تېرو دوو کلونو کې متقاعدينو څو ځله د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تقاعد رياست ته مراجعه کړې، خو هر ځل تش لاس خپل کور ته ستانه شوي دي.عبدالفتاح چې د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د جمهوري نظام وروستيو مياشتو کې تقاعد شوي، تېرو دوو کلونو کې وزګارتيا او بېوزلۍ څخه شکايت کوي.په ورته وخت کې هېواد کې معلولان هم هغو اړمنو څخه دي، چې د ژوند د دوام لپاره لاسنيوي ته اړتيا لري.د پکتيا اوسېدونکي مسيحالله چې ۹ کاله وړاندې د جګړو پرمهال يې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي وايي، سره له دې چې پلار او خور يې هم معلوله ده، خو تېر څه باندې يو کال کې يې د حکومت لهخوا هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.کله چې مسيحالله او نور معلولان د حکومت لهخوا د لاسنيوي هيله له لاسه ورکوي، د معلولانو د حق غوښتنې لپاره يوه شورا جوړوي، خو بيا هم تراوسه هېڅ کوم بنسټ د دوی اړتياوو ته رسېدنه نه ده کړې.د دوی په وينا، يوشمېر معلولان چې کله هم ډېرو ستونزو سره مخ شي، د يو څو افغانيو ترلاسه کولو لپاره خپل ويلچر پلوري.نوموړي وويل: (( معلولان ناوړه شرايطو کې ژوند کوي. څو ورځې وړاندې يوه معلول حتا خپل ويلچر بازار ته د پلور لپاره راوړي و. معلولان ډېر خراب وضعيت کې ژوند کوي.))مسيحالله چې د کمپيوټر ساينس برخه کې يې د ليسانس تر کچې زدهکړې کړي، وايي، معلولان هم ظرفيتونه لري چې بايد ورته د کار زمينه برابره شي.د يادونې ده ،چې معلولان ته د امتياز ورکولو بهير تر دې وړاندې د حکومت لهخوا پيل شوی وو، خو د معلولانو په خبره، هغه معلولان ،چې لرو پرتو سيمو کې ژوند کوي، ترواسه څه نه دي ترلاسه کړي.