افغانستانخبرونه

متحده عربي اماراتو او ازبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې مسئولين وايي: د تېرې شنبې په ورځ يې کابل ته د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له راغليو پلاويو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختيا هوکړه کړې ده.
د وسپنې پټلۍ ادارې وياند سمېع‌الله دراني رسنيو ته ويلي، په دې درې‌اړخيزه ناسته کې پرېکړه وشوه ،چې د متحده عربي اماراتو او وزبکستان تخنيکي ډله به په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ شبکې د پراختيا په موخه کابل ته راشي او دلته به له افغان لوري سره په ګډه پر يوه ميکانېزم کار وکړي.په ورته وخت کې د ترانسپورټ وزارت وياند امام‌الدين احمدي وايي، چې دا يې لومړۍ ناسته وه او په راتلونکې کې به دوام کوي. د نوموړي په وينا، په ياده ناسته کې يې د نورو مسايلو تر څنګ، په افغانستان کې د کانونو د اېستلو، د سوداګريزو توکو د لېږد، ترانزيټ او د افغانسان له لارې د سوېلي او منځنۍ آسيا د نښلولو په اړه خبرې کړې دي.دا درې‌اړخيزه غونډه داسې مهال جوړېږي ، چې همدا يوه مياشت وړاندې يو لوړرتبه اوزبکستاني پلاوي افغانستان ته د سفر پر مهال د تورخم بندر په ګډون، د هيواد د ځينو نورو ټرانزيټي او لويو لارو ليدنه وکړه.د اقتصادي چارو شنونکي بيا باور لري، چې د وسپنې پټلۍ شبکې د جوړېدو او پراختيا په ګډون، په ګڼ‌شمېر برخو کې د ګاونډيو هيوادونو ونډه به د افغانستان په اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول ولري.د اقتصادي چارو شنونکي شاکر يعقوبي په دې اړه وايي، چې افغانستان د کورنيو امکاناتو له اړخه کمزوری دی او د اقتصادي او سوداګرۍ برخو کې د سيمې او نړۍ هيوادونو همکارۍ ته اړتيا لري.متحده عربي امارات او ازبکستان داسې مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو او پراختيا برخه کې علاقه‌مندي ښيي چې افغانستان اوس د مزارشريف‌–‌حيرتان، خواف‌–‌هرات، آقينې‌– اندخوي او تورغونډۍ اوسپنې پټليو له لارې له ازبکستان، ترکمنستان او ايران سره ګډه سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *