
ماليې وزارت وايي؛ د روژې مبارکې مياشتې په درناوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعيت ته په پام سره يې د ځينو خوراکي توکو ګمرکي محصول راټيټ کړی دی. دغه وزارت ويلي ،د ګمرکونو لوي رياست په منظورۍ يې د شپږ قلمه توکو، کچالو، رومي بانجان، بېنډۍ، مڼې، خرما او هندواڼې هغه توکي دي، چې ګمرکي محصول يې له ۸۰ سلنې ۱۷ سلنې ته راټيټ کړي دي.