افغانستانخبرونه

ماليې وزارت: د هېواد له ګمرکونو مو۱۰۰ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي

ماليې وزارت وايي ،چې د افغانستان د ګمرکونو په تاريخ کې، په لومړي ځل د روان مالي کال په يوولسو مياشتو کې د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۰۰ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې د اسلامي امارت له حاکميت مخکې هېڅکله هم د هېواد د ګمرکونو کلني عوايد له ۷۲ ميليارده افغانيو څخه نه وو لوړ شوي.ماليې وزارت وايي: له دې سره سره ،چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري پر لومړنيو خوراکي توکو ګمرکي محصول تر ۶۸ سلنې پورې کم شوي، خو بيا هم د مالي کال له پای ته رسېدو يوه مياشت مخکې، ګمرکي عوايد ۱۰۰ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.د ګمرکونو په عوايدو کې د دغه بېساري لوړوالي دليل، په ګمرکونو کې د مسلکي او ژمنو کادرونو ګومارل، صفر ته د فساد راټيټېدل او په چارو کې پوره روڼتيا ښودل شوې ده.د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې: اوس مهال د هېواد ټول ګمرکونه د سوداګريزو مالونو د چټک طي مراحلو په موخه، په ۲۴ او ۱۶ ساعته ډول فعاليت کوي او تر څنګ يې ټول هغه خنډونه لرې شوي ،چې د سوداګرو پر وړاندې يې ستونزې جوړولې او يا يې د فساد زمينه برابروله.په پای کې، ماليې وزارت ژمنه کړې چې د هېواد د ګمرکونو د عصري کولو او په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په لاره کې به هڅې وکړي چې ملي ګمرکي عوايد لا زيات او په پوره روڼتيا سره د دولت خزانې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *