افغانستانخبرونه

ماليزيا کې د اسلامي امارت سفير  ټايلنډ کې له افغان پانګوالو سره کتلي

په کوالالمپور کې د افغانستان د اسلامي امارت  لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي ټايلنډ ته د رسمي سفر په ترڅ کې په ياد هيواد کې له مېشتو افغان سوداګرو او محصلينو سره وليدل، په ياده ليدنه کې ښاغلي احمدي د نظام په پرمختګونو، لاس ته راوړنو، ژمنتيا او خدمت لنډې خبرې وکړې. بيا يې څرګنده کړه، چې ماليزيا کې  د اسلامي امارت  لوی سفارت د ټايلنډ او ځينو نورو ګاونډيو هيوادونو لپاره هم کار کوي، له همدې امله ستاسې د ستونزو د اورېدو او  حل په موخه راغلي يو، چې د خپل وس او توان په اندازه به ستاسې ستونزې حلوو.افغان سوداګرو د ښاغلي احمدي له سفر څخه زياته خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ، چې لومړی ځل دی افغان سفير ټايلنډ ته راځي او د خلکو ستونزې اوري، بيا يې د پاسپورتونو، ويزو او ځينې نورې ستونزې شريکې کړې، چې د ښاغلي احمدي له خوا ورسره وعده وشوه،  چې له اختر وروسته به له سفارت نه يو ټيم ټايلنډ ته د پاسپورتونو د بايوميټريک او توزيع لپاره سفر  وکړي.دا رنګه افغان محصلينو هم خپلې ستونزې، چې د سکالرشيپونو نه شتون و، ذکر کړې، چې له اړوندو ادارو سره به شريکې شي.ټايلنډ د اسيا په سويل ختيځ کې ستر هيواد دي، چې افغان سوداګرو هلته سلګونه ميليونه ډالره پانګونه کړې او له سلو زياتې کمپنۍ لري.ښاغلي احمدي سوداګرو ته د يوې ټولنې جوړولو مشوره ورکړه او په خپل هيواد کې يې پانګونې ته وهڅول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *