
ليبيا کې دوروستيو سېلابونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۶ زره کسان مړه شوي او له شلو زرو ډېر نور لاهم لادرکه دي او د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عمليات لا هم روان دي. ليبيا کې دغه مرګونې پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې په ختيځ درنه ښار کې د ډانيال په نامه ځواکمن دمديترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل.د معلوماتو له مخې؛ په درنه ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل ،چې له پېښې ژوندي يې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.ليبيايي چارواکو ويلي، په ټول هيواد کې يې د وروستيو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله يو ميليون کسان زيانمن شوي، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.د ويلو ده چې ترکيې، مصر، ملګرو ملتونو او ځينو نورو نړيوالو مرستندويو ادارو له زيانمنو شويو سره د مرستې لپاره وردانګلي خو د پېښې لويوالي ته په کتو د ليبيا د ملي يوالي حکومت د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې ده.