
لېبيا کې د تېرې يکشنبه شپې د سېلابونو له امله تر دې مهاله شاوخوا ۱۲ زره کسان مړه شوي او تر شلو زرو ډېر نور لاهم لادرکه دي او د ژغورنې او جسدونو د راوېستلو عمليات لا هم روان دي. ليبيا کې دغه مرګونې پېښه وروسته ترهغې رامنځته شوه، چې په درنا ښار کې د ډانيال په نامه ځواکمن د مديترانې توپان د اوبو دوه بندونه مات کړل. د معلوماتو له مخې؛ په درنا ښار کې نږدې سل زره کسان اوسېدل ،چې له پېښې ژوندي يې اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي. ليبيايي چارواکو ويلي، په ټول هيواد کې يې د وروستيو اورښتونو، توپان او سېلابونو له امله يو ميليون کسان زيانمن شوي، چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.