افغانستانخبرونه

لښکرګاه ښاروالۍ ګڼ ‌شمېر پراختيايي پروژې پلی کړې

د هلمند د لښکرګاه ښاروالي مسئولين وايي، چې روان ۱۴۰۲ کال کې يې د څه باندې ۱۰۰ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کړې دي.د دوی په وينا: د يادو پروژو په پلي‌کېدو سره د ښار په ښکلا او بڼه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.د دوی په وينا: دا پروژې په ښار کې د سړکونو، چوکونو، چريو، ګلدانونو، پُلونو، څراغونو، پارکونو، عامه تشنابونو، د ښار د دخولي دروازې لومړي فاز ته اړوند وې چې ۱۵ يې بشپړې او دوه يې تر کار لاندې دي. د لښکرګاه ښاروالي د مطبوعاتو مدير محمدطاهر ابشار وويل:  ((د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره ۱۷ پروژې په پلان کې نيول شوي چې دوه پروژې يې لاهم تر کار لاندې دي او ټول لګښت ۱۰۱ ميليون افغانۍ وې.))بل‌خوا د لښکرګاه ښار يوشمېر اوسېدونکي د لښکرګاه ښاروالي له لوري د بيارغنيزو کارونو څخه خوښ دي او د ورته لا زياتو پروژو د پلې کېدو غوښتونکي دي.د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي غلام رسول وويل: ((زه د لښکرګاه ښاروالۍ څخه ډېره مننه کوم چې د ښار په تنظيم کي يې ډېر کار کړي، خصوصاً د بيارغونې او سړکونو برخه کې. زموږ غوښتنه دا ده، چې داسې کارونه هم زيات وکړي.))د لښکرګاه ښاروالۍ له دې وړاندې هم د ښار ښکلا او نظم لپاره ګڼ‌شمېر پراختيايي پروګرامونه پلې کړي چې د خلکو پام يې هم ځانته وراړولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *