
لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي، په مرکز پل علم او ولسواليو کې يې ښوونځيو ته د نوو زدهکوونکو د شامېلېدو لړۍ پيل کړې چې له مخې به يې، ۳۰ زره نوي زدهکوونکي جذب شي. د ياد ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب وايي، د ۱۴۰۲ ښوونيز کال له پيل سره سم يې په مرکز پل علم او ولسواليو کې ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو د شامېلېدو لړۍ پيل کړې ده چې په يوه مياشت کې به بشپړه شي او ۳۰ زره د ښوونځيو په عمر برابر زدهکوونکي به ښوونځيو ته جذب شي. هغه وايي، په ياد شمېر نوو زدهکوونکو کې ۱۲ زره نجونې او ۱۸ زره هلکان دي. بلخوا خلک هم خوښ دي چې د ياد ولايت د پوهنې رياست ښوونځيو ته زرګونه نوي زدهکوونکي جذبوي، خو ټينګار کوي چې زدهکوونکو ته د ليک لوست منظم چاپېريال او اسانتياوې برابرې کړي.