افغانستانخبرونه

لوګر کې ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي

د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي په روان کال کې يې په مرکز پل‌علم او ولسواليو کې شاوخوا ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه‌پور عرب رسنيو ته ويلي، په ګومارل شويو ښوونکو  کې ۹۵۰ نارينه ښوونکي او ۱۵۰ ښځينه ښوونکې شاملې دي ،چې ۷۱۸ يې په ديني مدرسو او ۳۱۹  نور يې په ښوونځيو کې ټاکل شوي دي.عرب زياته کړه، په ښوونځيو او ديني مدرسو کې د ښوونکو د کموالي ستونزې د له‌منځه وړلو لپاره د يادو نويو ښوونکو ګومارل خپله يوه مهمه لاسته راوړنه بولي او زياتوي،  چې په دې ګومارنې به په ښوونځيو او ديني مدرسو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي.د لوګر د ښوونځيو زده‌کوونکي او ښوونکي هم خوښ دي، چې په مرکز پل‌علم او ولسواليو کې سلګونه نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي، خو ټينګار کوي چې راتلونکي نوي ښوونيز کال کې دې په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزې ته هم رسېدنه وکړي.د يادونې وړ ده ، چې د لوګر د پوهنې رياست تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې هم  د ديني مدرسو او ښوونځيو لپاره شاوخوا ۱۲ سوه نوي نارينه او ښځينه ښوونکي ګومارلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *