افغانستانخبرونه

لوګر کې څه باندې ۹ ټنه تاريخ تېرشوي توکي وسوځول شول

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست د ټاکل شوې کمېټې له لوري ۹ ټنه تاريخ تېر شوي توکي راټول او پرون د يادې کمېټې د غړو او له مستهلکينو څخه د ملاتړ کمېسيون د استازو په شتون کې وسوځول شول.د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رئيس مولوي شبيراحمد صديقي باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې ياده اندازه خوراکي او غير خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه يې پاي ته رسېدلې وه او بې کيفيته ثابت شوي وو د تېرو دوو مياشتو په موده کې د ياد ولايت له مرکز پل علم ښار څخه راټول شوي وو.صديقي له ټولو سوداګرو او صنعتکارانو څخه غوښتنه وکړه، چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو له پلور څخه مخنيوي وکړي. د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د خوړو او درملو آمريت له لوري هم د خروار ولسوالۍ له بازارونو څخه ۵ ټنه تاريخ تېري توکي راټول او له منځه وړل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *