افغانستانخبرونه

لوګر کې د ۴،۴ ميليونو افغانيو په لګښت چکډېم جوړيږي

د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ  اړوند د آب بازک سيمه کې د ۴،۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې.د لوګر د سينديزې فرعې حوزې مسئولين وايي، چې دغه چکډېم، د ٥٨٠٠ مترومکعبو اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري د ۴.۴ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختيايي بودجې څخه تر راتلونکو دريو مياشتو پورې جوړيږي.د مسئولينو په وينا، د دغه چکډېم دېوال ٥٣ متره اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي لري، چې په جوړېدو سره به يې د سيمې اوسېدونکي د سېلابونو له زيانونو څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبې شي.ورته مهال د دغه ولايت مرستيال مولوي محمد انور دين پرور وويل، چې د اوبو کنټرول او مديريت يوه حياتي موضوع ده او اسلامي امارت به په ياده برخه کې خپلې هڅې ګړندي وساتي.ورته مهال د سيمې يو تن قومي مشر قاري اميرخان د اوبو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بېسارې وبللې او غوښتنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې دې د روغتيا، پوهنې او سړکونو د جوړولو برخه کې هم پاملرنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *