افغانستانخبرونه

لوګر کې د کرومايټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړېږي

د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د ١٠٥ ميليونه افغانيو په لګښت د کرومايټ ډبرو د پروسس کارخونه د قرار دادي شرکت له خوا جوړېږي، چې وړمه ورځ يې چارې پيل شوې. د دغه ولايت د کانونو او پټروليم رئيس نقيب احمد فرقاني وايي، چې دغه کارخونه، په ورځ کې د ٤٠٠ ټنه کرومايټ د پروسس ظرفيت لري، ١٠٥ ميليونه افغانۍ پرې لګښت راځي، چې د قرار دادي ميتال ماينګ خصوصي شرکت له خوا په ١١٠٠متر مربع ځمکه باندې محمدآغې ولسوالۍ کې د کرومايټ د ډبرو په کان کې جوړيږي. د فرقاني په وينا، د يادې کارخونې د جوړولو سره سم به لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي. ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي، چې له دغې کارخونې سره نه يوازې د حکومت بودجې ته عوايد ځي بلکې د سيمې خلکو ته به هم د کار زمينه برابره شي. نوموړي ډاډ ورکړي، چې اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو د هيواد په آبادۍ کې بې ساري ګامونه اوچت او ولسونو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *