
د هېواد د پوهنتونونو ظرفيت لوړونې او تجهيز ته ژمن يو
د لوړو زده کړو سرپرست او مل پلاوي د کابل پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د ياد پوهنتون له بېلا بېلو برخو ليدنه وکړه. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معيين دوکتور لطف الله خيرخواه هم شتون درلود، د کابل پوهنتون د مسئولينو او استادانو فعاليتونه، لاسته راوړنې، ستونزې او وړانديزونه واورېدل. د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کابل پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې وويل، چې د هېواد تحصيلي بنسټونو ته د سفرونو پر مهال يې له ګڼو استادانو او ديني عالمانو سره کتلي او دواړو لورو د عصري او ديني علومو ترمنځ د واټن ختمولو غوښتنه درلوده. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د مسئولينو او استادانو لاسته راوړنې او فعاليتونه وستايل او د ياد پوهنتون د ستونزو د حل او اړتياوو پوره کولو ډاډ يې ورکړ. وروسته د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز او علمي مرستيال پوهاند محمد شفيع شريفي د ياد پوهنتون د تاريخچې او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې د لوړو زده کړو له سرپرست وزير سره شريک کړل. د يادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کابل پوهنتون د مسئولينو په ملتيا د دغه پوهنتون له لابراتوارونو، عمومي کتابتون، انلاين سرچينو مرکز او نورو بېلا بېلو برخو ليدنه وکړه.د يو بل خبر له مخې؛ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پکتيکا د برمل ولسوالۍ له يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې نورې ستونزې به يې هم د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو ورسوي.