لوبه

ورزش مو له ګڼو روغتيايي ستونزو خوندي ساتي

کله ناکله موږ بې نظمه شو، د وېده کېدو او ويښېدو وخت مو معلوم نه وي او ورو ورو مو خوب کم شي. ډېر خلک نه پوهيږي، چې د ورځې ستړيا او کمزوري يې د بې خوبۍ له کبله ده او دې ته يې هېڅ پام هم نه وي. هڅه وکړئ چې پر خوب جوړجاړی ونه کړئ.
ښه خوب ستاسو د ورځې د انرژۍ او فکرې تمرکز کچه ټاکي. هر څومره چې د شپې په وخت وېده او په وخت وېښ شئ او هر څومره مو چې ژور خوب کړی وي ، هومره مو د ورځې انرژي زياته او پر کارونو فکري تمرکز پياوړي وي.
ښايي ځينې وخت مو دې ته پام شوی وې، چې بې موجبه ستړيا احساسوی. وجود مو نا اشنا درد کوي او د کار کولو حوصله نه لرئ. په ځانګړې توګه د هوا د بدليدو په وخت کې ګڼ کسان د بې انرژيتوب احساس کوي او خپل ورځني کارونه په سمه توګه نه شي ترسره کولی.
لاندې څو طبيعي او پر ساينسي څېړنو ثابتې شوې لارې چارې شته، چې په عملي کولو يې د خپل وجود انرژي زياتولی شی او له خدای (ج) درکړې توان څخه د ځان او نورو په ګټه په پوره اندازه کار اخيستلی شی.
۱- ښه خوراک وکړئ : موږ بايد خپل بدن ته د ښه کار کولو لپاره سم (خواړه) ورکړو. د هغو خوړو خوړل، چې کاربوهايدريټ لري د بدن د انرژۍ کچه لوړوي، خو که له حده زيات وخوړل شي، نو سړی ورسره خوبولي کېږي. ښه داده چې پر وخت او منظمه توګه بېلابېل خواړه په بېلابېلو وقفو کې وخوړل شي.
۲- د بدن اوبه: کله موچې د بدن د اوبو اندازه کمه وي ،نو تاسو د سستۍ، ستړيا او سردرد احساس کوی. د پاکو اوبو څښل نه يوازې ستاسو د بدن د اوبو اندازه پوره کوي، بلکې په وجود کې د نورو خوړو له کبله راټول شوي زهري مواد ، چې وجود ورسره په مجادله کې ستړي وي هم له وجوده باسي او د انرژۍ او دمې سبب کېږي.
نو چای او اوبه څښل که د تندې احساس هم نه لرئ د وجود د انرژۍ په لوړيدو کې ډېره مرسته کوي.
۳- وېټامينونه او مالګې: ځينې وېټامينونه او مالګې د وجود د انرژۍ د کچې د لوړ ساتلو لپاره ډېر مهم دي. په ځانګړې توګه د بي وېټامين او د مګنيزم مالګې.
که چيرې مو طبعه خرابه او ډېپريس ياست ، نو دا درته ډېره مهمه ده چې په ښه کيفيت د وېټامين بي کمپلکس واخلئ. دا په ځينو خوړو کې هم شته او کنه له درملتونونو څخه هم تر لاسه کېږي.
همدارنګه د مګنيزم مالګه په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې بوتلي اوبه څښي د ستومانۍ په رفع کولو کې مرسته کوي، ځکه ډېرې بوتلې اوبه په طبيعي توګه مګنيزم نه لري او يا يې اندازه کمه وي.
بادام، د کدو زړي، لوبيا،کيلې او ځينې نور خواړه په زياته پيمانه مګنيزم لري، که ګومان کوئ د وجود مګنيزم مو کم دي ، نو دې ډول خوړو ته زور ورکړئ. د مګنيزم مالګې لرونکې اوبه په مغازو او درملتونونو کې هم موندل کېږي او تاسو يې د عادي اوبو په څير کارولی شی. همدارنګه که اړتيا وي له نږدې درملتون څخه مګنيزيم لرونکي درمل رانيولی شی.
۴- کافين او انرژي ډرينک مه څښئ: کله چې موږ ستړي يو، لومړي عکس العمل مو دا وي ،چې د قهوې ګيلاس ته لاس کړو او يا له دې هم بدتره د خوږې نه ډکو بازاري انرژي ډرينکونو ته مخه کړو. خو دا هغه څه نه دي ،چې ستاسو وجود يې غواړي.
که څه هم په ورځ کې د يوې يا دوو پيالو قهوې څښل ډېر زيان نه لري، خو که تاسو ډېره قهوه يا انرژي څښاک کاروئ، نو دا ستاسو وجود اموخته کوي، چې بيا يې فعاليت پر همدې څيزونو تکيه وي او که دا نه وي طبيعي انرژي نه لری او د دې څښاکو زيات کارول ځيګر او معدې ته زيان رسوي. نو دا يو ډول اعتياد رامنځ ته کوي.
پاکې اوبه او چای بهترين څښاک دي . که چيرې له تاوده څښاک سره مينه لرئ، غوره ده ،چې له قهوې پرته پر طبيعي چاي ډېر فکر وکړئ.
۵- تمرين ( ورزش) : ښايي دا هغه څه وي چې موږ يې د ستړيا او ستومانۍ په وخت کې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوو، خو د ورځې نيم ساعت تمرين، هغه که منډه وي، که قدم وهل وي او که د ورزش بله کومه بڼه وي، نه يوازې ستاسي انرژي زياتوي، بلکې ستاسو خوښي هم زياتوي او له ګڼو نورو روغتيايي ستونزو مو هم ساتي، نو له سپورت سره خپله اړيکه مه پرې کوی. که نور هېڅ نه شی کولی قدم وهل د هر چا د وس کار دی. لږ تر لږه د ورځې نيم ساعت قدم ووهئ.

هدايت الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *