لوبه

د کرېکټ لس اوريزې سيالۍ پيلېږي

د کرېکټ لس اوريزې سوداګريزې سيالۍ د نوامبر مياشتې په ۲۸مه په متحدو عربي اماراتو کې پيلېږي.دا لوبې به۱۲ ورځې دوام وکړي او په پام کې ده چې پايلوبه يې د راتلونکې دسمبر مياشتې په نهمه د دوو مخکښو لوبډلو تر منځ تر سره شي.دا سيالۍ به د تېر کال په بڼه تر سره کېږي او هره لوبېدونکې لوبډله به بل پړاو ته د لارې موندلو لپاره لږ تر لږه اووه سيالۍ کوي..په ټي ټېن ليګ کې ټولې ۳۲ سيالۍ کېږي او د هرې لوبې لپاره ۹۰ دقيقې وخت ټاکل شوی دی.په دغو لوبو کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو لوبغاړي د لوبډلې اړتيا ته په کتو د پيسو په بدل کې اخيستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *