
د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کيلومتره برخه چې د زابل له مركز كلات تر شاه جوي ولسوالۍ غځېدلي د دوه نيم ميليارد افغانيو په لگښت به اساسي ډول جوړيږي. د زابل په مرکز کلات کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته د دغه ولايت د ټولګټو چارو رئيس وويل د کابل – کندهار لارې اړوند د ۱۱۳ کيلومتره سړک جوړولو قراداد له يوه خصوصي شرکت سره د کانونو د استخراج په بدل کې شوي. هغه زياته کړه: دغه سړک د زابل د شاه جوي ولسوالۍ له پښ کندې تر کلات ښاره غځېدلی، چې پر جوړېدو يې دوه نيم ميليارډ افغانۍ لګښت راځي او چاري به يې د يوه کال په موده کي بشيړې شي. هغه زياته کړه هڅه کوي د خلکو د پرمختګ او هوساينې لپاره ورته نورې رغنيزي پروژي هم پيل کړي.