افغانستانخبرونهروغتیا

له کابل څخه بغلان ته روغتيايي ټيم استول شوی

د هېواد په يوه شمېر ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو شويو هېوادوالو ته د رسېدنې لړۍ په دوام د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزير په لارښوونه د کابل طبي پوهنتون او ميوند روغتون د روغتيا پالانو يوه ګډ ټيم د مرستې په موخه بغلان ولايت ته تللی دی. له دې وړاندې يو ۳۰کسيز روغتيايي ټيم له پروان ولايت څخه هم د مرستو رسولو په موخه بغلان ته استول شوي و. وړمه ورځ د بغلان په برکه، نهرين او مرکزي بغلان ولسواليو کې سېلابونو څه د پاسه ۵۰ کسان مړه کړي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *