
د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه پرون په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پيل کې د غونډې له اجندا سره سم پر يو لړ موضوعاتو بحث وشو ،چې له جملې يې يوه په لغمان کې د شاهي کانال د جوړېدو موضوع وه. په دې اړه پرېکړه وشوه، چې د زمينداور پروژې ته ټاکل شوې کمېټه دې، په دې تفکيک سره ،چې مشري به يې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا کېږي، د لغمان د شاهي کانال په اړه تخنيکي او مالي څېړنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسيون سره شريک کړي. ور پسې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولايتونو په شمول، د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاينې په موخه واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي. د يادو کمپلکسونو د ودانيزو چارو د ترسره کولو او د معاينو د اجراء کولو عملياتي چارې دې خصوصي شرکتونو ته په عامه-خصوصي اوږدمهالو قراردادونو ورکړل شي. د يادې چارې تر بشپړېدو دې د خوړو او درملو د معاينې چارې د خوړو او درملو ادارې له خوا د پخوا په شان پر مخ ځي. د خوړو او درملو اداره دې په ښارونو کې د خوړو او درملو د معاينې په موخه د خوړو د ۸ او د درملو د ۴ لابراتوارونو قراردادونه خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې کړي. د غونډې په بله برخه کې له هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه ،چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لابراتوارونه دې په بنادرو کې د جوړېدونکو کمپلکسونو په جوړښت کې په نظر کې ونيول شي. دغه راز دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتاتو د قرنطين او روغتيا ساتنې کمېټې پر پرېکړو غور وکړي او خپل نظريات دې اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي. ورپسې د هېواد له طبيعي منابعو څخه په ګټې اخيستنې سره د اساسي درملو د توليد د پراختيا طرحې په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د ابن سينا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه د ماليې وزارت سره شريکه کړي. د ماليې وزارت دې د ياد شرکت طرحه له دولتي بانکونو سره شريکه او د اسلامي بانکدارۍ د اصولو په رڼا کې دې د يوه بانک مالي ملاتړ ترلاسه کړي. همدارنګه په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له چيني شرکت سره په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د فابريکې جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند د جوړولو د هوکړه ليکونو په تړاو بحث وشو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له يادو شرکتونو سره د هوکړه ليکونو موضوع تائيد ده. د کانونو او پټروليم وزارت دې په جوزجان ولايت کې د چيني شرکت د پروژې اړوند د ګازو د ذخايرو د کفايت په اړه اطمينان حاصل کړي. د يادو چارو له بشپړېدو وروسته دې د اوبو او انرژۍ وزارت د يادو شرکتونو قراردادونه د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي. وروسته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د بوستان سبز له فابريکې څخه له نږدې ليدنه وکړي او خپل راپور دې له اقتصادي کمېسيون سره شريک کړي. د غونډې په پای کې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړېدو پر موضوع بحث وشو. پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د اېجاد موضوع تاييد ده. د ياد بورډ د رامنځته کولو طرحه دې له وزارتونو او اړوندو ادارو سره شريکه او دوی دې د طرحې په اړه خپل نظرونه د اقتصادي کمېسيون دارالانشاء ته وسپاري.