خبرونهنړۍ

له پاکستان سره د افغان کډوالو په پار ۶۰ميليونه ډالر مرسته شوې

په اسلام آباد کې د امريکا سفارت ويلي، چې امريکا په تېر ۲۰۲۲م کال کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ ميليونه ډالره مرسته کړې. د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په اسلام آباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم ويلي، چې امريکا د ٢٠٠٢ م کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنيوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده. تر ټولو زياتې مرستې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د روغتيا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۳، ۱ يو اعشاريه دری ميليونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. اټکل کېږي ،چې په دغه هېواد کې تر يو ميليون ډېر افغانان له اسنادو پرته اوسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *