افغانستانخبرونه

له پاکستاني لوري سره د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې شوي

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت پلاوي د افغان سوداګرو د ترانزيټي مالونو په انتقال کې د ستونزو په اړه په کراچۍ کې د ګمرک له عمومي رئيس سره ليدلي. د افغانستان سرپرست سفير سردار احمد شکېب، په کراچۍ کې افغان جنرال کونسل سيد عبدالجبار تخاري او د تجارتي آتشې مسئول آغاميرفاروقي په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزيټي مالونو په برخه کې د ناڅاپي ستونزو د رامنځته کېدو له امله د دغه ښار د ګمرک له عمومي رئيس، افتخار احمد سره وليدل. سرچينې زياته کړې ،چې د سفارت پلاوي له نوموړي څخه د شته ستونزو د ژر تر ژره هواري غوښتنه وکړه. شکيب هغوی ته جوته کړې، چې دا مهال د افغان سوداګرو له اموالو څخه ډک زرګونه موټر د کراچۍ په بندر کې د نويو سختو شرايطو لګولو له کبله ولاړې دي او د هرې ورځې په تېريدو سره پرې ملا ماتوونکې ماليه لوړيږي ،چې د افغانستان اقتصاد او افغان سوداګرو لپاره لويه ننګونه ده. سفارت ويلي، پاکستاني لوري وويل، چې مرکزي حکومت ورته داسې امر کړی او ژمنه يې وکړه چې له اسلام آباد سره به دا ستونزه شريکه او د حل لارې به ورته پيدا کړې. د افغانستان د سرپرست حکومت سفير سردار احمد شکېب همداراز هغوی ته وويل: تر دې چې دا مسئله په لوړه کچه حل کېږي؛ تردرې يا څلورو مياشتو پوري دې افغان سوداګرو ته وخت ورکړل شي ترڅو بند پاتي مالونه انتقال او د راتلونکي لپاره له نويو شرايطو سره د ځان عيارولو په اړه خپله پرېکړه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *