افغانستانخبرونه

 له هرات څخه د بغلان سېلاب ځپلو ته مرستې ولېږل شوې

په هرات کې د احمدشاه فقيري خيريه بنسټ مسئولينو د بغلان مرکز، برکې او نهرين ولسواليو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو يو کاروان د هيواد په شمال کې د سيلابونو د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه واستاوه. د دوی په خبره، د زيانمنو شويو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه يې ۵۰۰ زيانمنو کورنيو ته اوړه، وريجې، غوړي، کمپلې، غالۍ، له ګازو ډکې ډبې، د چاي ترموز او د لمريزې برښناد څراغونو په ګډون د مرستو بستې چمتو کړې دي. ويل کېږي، چې په تېرو څو ورځو کې د سختو اورښتونو په پايله کې د هيواد شمالي ولايتونه د ويجاړوونکو سېلابونو د راوتلو شاهد وو، چې له امله يې سلګونه کسان مړه، ژوبل او بې ځايه شوي، چې د خلکو او خيريه بنسټونو عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *