افغانستانخبرونه

له هرات هره مياشت ۱۰۰ زره متره غالۍ د نړۍ بازارونو ته صادريږي

له هرات ولايت هره مياشت سل زره متره مربع غالۍ د نړۍ بازارونو ته صادريږي. په هرات کې د غاليو د توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو وضعيت ښه شوي، خو لا هم افغاني غالۍ د ګاونډيو هيوادونو په نامه نړيوالو بازارونو ته صادريږي. د هرات ښار يو شمېر غالۍ پلورونکي وايي:اړينه ده چې چې د هيواد غالۍ د نړۍ بازارونو ته معرفي او د افغانستان په نامه صادرې شي. د يادونې ده، د افغانستان ډېره برخه لاسي غالۍ په لويديځو ولايتونو کې اوبدل کېږي چې په دې برخه کې زرګونه کسان پر کار بوخت دي او ډېري بې‌وزله کورنۍ له دې لارې خپل لګښتونه پوره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *