
په بلخ، ميدان وردګو، هرات، لغمان، فراه او کندوز ولايتونو کې له ۳ زره ۴۲۱ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه.
په بلخ کې د بشير نويد شرکت له بې ځايه شويو او اړمنو ١٠٠ کورنيو سره مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ١بوجۍ اوړه، ١ بوتل غوړي او د سون لرګي ورکړل شول.د يو بل خبر له مخې؛ د ميدان وردګو په سيد آباد ولسوالۍ کې له ٧٦ جګړه ځپلو کورنيو سره د PIN موسسې له لوري نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته په کې ١٧ زره افغانۍ ورکړل شوې.ورته مهال هرات کې د حبيب يار خيريه بنسټ له لوري د ښاروالۍ، عامې روغتيا او پوهنې رياستونو او ترافيکو مديريت خدمتي کارکوونکو له ٢ زره ٢٠٠ کورنيو سره مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ١ بوجۍ اوړه، ١ بوجۍ وريجې او ۵ لېټره غوري ورکړل شول. په ورته وخت کې په لغمان کې له۲۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته په کې ١ بوجۍ اوړه، ١ بوجۍ وريجې، ١ من بوره، ٥ لېټره غوړي، لوبيا او چاي ورکړل شو.
په همدې حال کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۵۳۳ کورنيو ته د OCHR موسسې له لوري روغتيايې کڅوړې ووېشل شوې.او دغه راز په کندوز کې د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د ماشومانو ددولتي روزنتون ۶۲ ماشومانو ته ژمنۍ جامې ووېشل شوې او همدارنګه په دغه ولايت کې له ۲۰۰ اړمنو کورنيو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې اوړه، وريجي، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.