افغانستانخبرونه

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي د سړک په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېيمې ناحيې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( ميرويس ميدان) پورې د سړک په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، ترڅو د سړک بنسټيز کار ته زمينه برابره شي.د ياد سړک په اوږدو کې ۵۵ ملکيتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به يې مالکانو ته بديل حقونه ورکړ شي.د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظيم رياست د معلوماتو پر بنسټ؛ د استملاکي چارو له بشپړېدو وروسته به د سړک د پراختيا او جوړولو چارې پيل شي.دا سړک د ډيزاين له مخې ۳۲۲۶ متره اوږدوالي او ۳۰ متره سور لري ،چې په دوو ليکو کې به د يوه معياري سړک د ټولو برخو په ګډون په ۱۴ مياشتو کې جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *