افغانستانخبرونه

له دلارام ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د نوري فايبر د غځولو پروژه پرانيستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست ښاغلي الحاج مولوي نجيب الله حيات حقاني د هدايت په اساس د هيواد د نوري فايبر حلقوي رينگ د بشپړولو په موخه د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ څخه تر زرنج ښار پورې د نوري فايبر د غځولو پروژه د دغه ولايت د والي محترم شيخ محمد قاسم خالد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي عبدالرحيم فياض او د دلارام ولسوالۍ د يو شمير قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانيستل شوه.د دې سترې ملي پروژې په پيل سره به ځوانانو او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره او په بشپړيدو سره به  يې د نيمروز ولايت اوسيدونکي  له لوړ سرعت او ښه کيفيت انټرنيټي خدمتونو څخه برخمن شي.ياده مهمه پروژه به د (۲۱۹) کيلومترو په اوږدوالي د پنځو مياشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.د يادونې وړ ده، چې د نيمروز ولايت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له دغه اقدام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او ټکنالوجۍ رياست د هڅو ستاينه يې وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *