افغانستانخبرونه

له تېرو جګړو پاتې ناچاودلي توکي د خلکو ژوند ګواښي

پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نه يوازې هلمند، بلکې په ټول هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او خلکو د آرام سا اخيستې ده، خو بيا هم د تېرو جګړو ناچاودلي توکي او ماينونه چې په ځمکو کې ځای پر ځای شوي، اوس هم په ځمکو کې د کار کولو پر مهال د خلکو او د لوبو پر مهال د ماشومانو ژوند اخلي.د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ په يوه کليوالي سيمه کې چې پخوا د جګړو لومړۍ کرښه وه، اوس هم ماينونه شته، چې د ماشومانو او خلکو ژوند يې له سترو ستونزو سره مخ کړی دی.د عبدالباري په نامه يو تن رسنيو ته ويلي، چې په ځمکه کې د کار پر مهال پرې ماين چاودنه وکړه چې دی ټپي او يو بل کليوال يې ووژل شو. (( د ماين چاودنه وشوه، زه ټپي شوم او بل کليوال مو مړ شو. زموږ د کلي ډېر کسان په ورته پېښو کې وژل شوي او يا يې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.))په ورته وخت کې فريد احمد هم وايي، چې کور ته نږدې يې ماشومانو پر يوه مرمۍ لوبې کولې چې د چاودنې له کبله يې يو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.((څه موده مخکې زموږ په سيمه کې درېيو ماشومانو د راکېټ پر مرمۍ لوبې کولې، هغې چاودنه وکړه، يو ماشوم ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.))د خان محمد په نامه د دې سيمې يو بل اوسېدونکی وايي، چې د تېرو جګړو پر مهال دا سيمه د جګړې لومړۍ کرښه وه، ماينونه په کې ځای پر ځای شوي، چې اوس هم د خلکو ژوند ګواښي. دی وايي، لاهم کومې موسسې دا ماينونه نه دي پاک کړي.(( که د ماين پاکۍ موسسې دا کار ونه کړي، ډېر کسان به ووژل شي او يا به ټپيان شي.))د ټولنيزو چارو شنونکی وحيدالله وحدت هم وايي، چې د ماينونو پاکولو او خلکو ته په دې برخه کې د عامه پوهاوي ورکولو مسئوليت د دولت او ملا امامانو دی.ده زياته کړه: (( دولت او ملا امامان په دې برخه کې مسئوليت لري ،چې له ځمکو څخه ماينونه پاک شي او خلکو ته پوهاوي ورکړل شي. حکومت بايد د ماين پاکۍ ډلې سيمې ته ولېږي او سيمې ترې پاکې کړي.))د هلمند سيمه‌ييز مسئولين هم دا ستونزې تائيدوي او په دې برخه کې د جدي اقدام خبر ورکوي.د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمد قاسم رياض وايي، چې په ياد ولايت کې د ناچاودو توکو د پاکولو لپاره يې له موسسو سره همغږي کړې او ژر به هغه سيمې له ماينونو پاکې شي چې خطر په کې ليدل کېږي.((له موسسو سره مو هم خبره کړې او د امنيه قوماندانۍ د انجنيرۍ ټيم هم کار کوي. يو شمېر سيمې له ماينونو پاکې شوې او د نورو د پاکولو هڅې روانې دي.))په تېرو جګړو کې نه يوازې په هلمند، بلکې په ډېرو ولايتونو کې په ځمکو کې ماينونه ځای پر ځای شوي چې د چاودنو پر مهال يې ماشومان، مېرمنې او نور خلک وژل کېږي.هېوادوال له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ماينونو د پاکولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *