
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ايرانه د څه باندې ۲۰۰۰ نورو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی. ياد وزارت ويلي: دغه افغان کډوال چې شمېر يې ۲۴۹۷ تنو ته رسېږي د تېرې شنبې او يکشنې په ورځ د نيمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هيواد ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، د دغو خلکو له ډلې يو زر او ۶۴۷ کسان د اسلام کلا له پولې او ۸۵۰ کسان د ابريشم پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. سرچينې ويلي، د راستنو شويو له ډلې يې ۲۶۰ کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان IOM دفتر ته ورپېژندل شوي دي.