
په تيرو لسو ورځو کې له ايران څخه څه باندې نهه زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.د نيمروز سيمهييز مسئولين خبر ورکوي، چې د تېرو لسو ورځو په موده کې له ايران څخه نهه زره ۳۸۴ کسان افغانستان ته را ستانه شوي دي.د نيمروز د اطلاعات او فرهنګ رئيس مفتي حبيب الله الهام وايي: دغه کسان د مرغومي مياشتي له لسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.د هغه په خبره، د دغو کسانو له جملې څخه ۳۳۵ کسان چې زيات بېوزله وو، د کډوالو نړيوال سازمان له لوري ورسره د نغدو پيسو او خوراکي توکو او له نورو کورنيو سره بيا د خوراکي توکو مرستې شوې دي.د يادونې وړ ده ،چې په دې وروستيو کې له ايران څخه خپل هېواد ته د افغانانو ستنېدل زيات شوي دي.دا په داسي حال کې ده چې په دي ورستيو کې افغانستان ته له ايران هېواد څخه د کډوالو شوو افغانانو د ستنېدل زيات شوي دي.