
دصنعت او سوداګرۍ وزارت له افغانستان سره د روسيې له لوري د سوداګرۍ کچې دلوړېدو هرکلی کړی.له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې افغان حکومت د روسيې د سوداګرۍ د پراختيا هرکلي کوي او په دې برخه کې روسيې ته ډاډ ورکوي.له دې وړاندې د روسيې لپاره د افغانستان سفير ((ديميتري ژيرنوف)) ويلي وو چې هېواد يې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختيا غواړي.د ((ژيرنوف)) په خبره، اوس مهال د روسيې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې او دوی پلان لري چې خپله سوداګري نوره هم پراخه کړي.د يادونې وړ ده ،چې څه موده وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی هم له افغانستان سره د روسيې د سوداګرۍ په هدف ياد هېواد ته تللی و.