
په افغانستان کې په کورنيو او بهرنيو غير دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بنديز وروسته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسئول ((مارتين ګريفيتس)) له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره کابل ته راشي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ((رامز الاکبروف)) د پنجشنبې په ورځ په نيويارک کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې دا سفر به په راتلونکو اوونيو کې ترسره شي.ده زياته کړې ،چې ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن دي .((د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسئول به افغانستان ته سفر وکړی. د دغه سفر پر مهال به د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره ليده کاته وشي.))د سياسي چارو شنونکي هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري چاور مسئول راتګ ګټور بولي.دوی وايي: د ملګرو ملتونو د استازي راتګ مهمه موضوع به په غير دولتي موسسو کې د ښځو د کار په اړه وي او د حل لپاره به يې له اسلامي امارت سره خبرې وشي.د سياسي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايی، ښايي د دواړو لوريو تر منځ پر کړو ژمنو بحث وشي او ښځو ته د کار او تعليم زمينې برابرولو حل لاره به هم ولټول شي.((د ملګرو ملتونو استازی يا ټيم هغو هېوادونو ته سفر کوي ،چې هلته يې ادارې او نور کارونه له ستونزو سره مخ وي او آن په سره کرښه ولاړ وي. زه دا سفر ګټور بولم.))د سياسي چارو بل شنونکي سيد اکبر سيال هم ورته نظر لري او وايي:((د ملګرو ملتونو د پلاوي راتګ مهمه برخه به همدا وي، چې دوی وکولای شي له اسلامي امارت سره يو ځای د ښځو د کار لپاره مناسبه حل لاره برابره کړي ،چې دواړو لوريو ته د منلو وړ وي.))